د کاپيسا ولايت د آله سای ولسوالۍ د محتسبینو په منځګړیتوب د ترافیکي پېښې شخړه حل شوه

fazli_admin
Sun, Jul 06 2025 8:33 AM
kapysa-_hl_hadthh_trafyky-pshtw.jpg

 

د  کاپیسا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند د آله سای ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ د ترافیکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه پای ته ورسوله.

په دغه جوړه شوې ناسته کې چې محتسبینو، علماوو او قومي مخورو ګډون درلود، محتسبینو دواړو لوریو ته د خفګان او د دښمنۍ په بدو پایلو خبرې وکړې او له متضرر لوري یې وغوښتل چې بښنه وکړي او دښمني پای ته ورسوي.

د محتسبینو  او دیني علماوو تر خبرو  وروسته متضرر لوري مقابل لوري ته بښنه وکړه او له محتسبینو یې د دوی د دوامداره هڅو په پار مننه وکړه، چې د ولس تر منځ دښمنۍ ختموي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر  دې وړاندې هم محتسبینو د هېواد په کچه زیاتو دښمنیو ته د پای ټکی ایښی.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS