ماموریت و دیدگاه

مأموریت او لیدلوری

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت کاري ساحه او عمده فعالیتونه

۱ـ د معروفاتو ( نیکو چارو) اقامه کول ۲ـ د منکراتو ( ناوړه چارو) له منځه وړل ۳ـ د شکایتونو اوریدل

۱ـ د معروفاتو اقامه کول: د لمونځ قائمول، د اسلامي شریعت سره سم د مسلمان د شکل، اخلاقو او چال چلند برابرول، شرعي حجاب ته د ښځو هڅوونه، لنډیز؛ د اسلام پنځه بناوو رعایتولو ته د خلکو بلنه او همدارنګه د اسلام سپیڅلي دین ټولو احکامو رعایتولو ته د خلکو هڅول.

۲ـ د منکراتو ازاله ( له منځه وړل): په نیکې طریقې سره د خلکو منع کول له ټولو هغو څیزونو څخه چې د اسلام سپیڅلي دین لخوا حرام ګڼل شوي دي لکه: د شرابو څښل، زنا کول، غلا، بی حجابي او نور.

۳ـ  د خلکو د شکایتونو اوریدل: عام خلک په هره برخه کې چې د اسلامي امارت له مسئولینو څخه شکایت ولري، ددې وزارت ځانګړو برخو ته مراجعه کوي، د هغوی شکایتونه اوریدل کیږي او د حل لپاره اړونده مراجعو ته لیږل کیږي او د هغه د حل څخه ډاډ ترلاسه کیږي.

۴ـ د ټولنې سمون: د وزار ت د عمده موخو د پلي کیدو لپاره علماء کرامو، د جوماتونو خطیبانو، پوهنتون استادانو، قومي مخورو، ګذر وکیلانو، سوداګرو او هوټلونو  پارکونو او  د افغاني ټولنې با نفوذه بنسټونو مالکانو ته د ناستو دایرول تر څو چې یادې موخې په سمه توګه ترلاسه شي.

۵ـ د ټولنې پوهاوی: د ولس د پوهاوي په لپاره د منبرونو، متني، غږیز، انځوریز او چاپي رسنیو څخه خپرونې او او تبلیغات کول.

۶ـ د کارکوونکو او محتسبینو د وړتیا لوړول: د وزارت یو له عمده موخو څخه داده چې د کارکوونکو او محتسبینو د وړتیا او ظرفیت د لوړولو لپاره سیمینارونه او ناستې ترتیب کړي.

۷ـ د عالیقدر امیر المؤمنین د ټولو فرمانونو له پلي کیدو څخه نظارت کول