زابل کې محتسبینو له سوداګرو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
Mon, Sep 07 2026 10:59 AM
dr_zabl_jlsh_shd.jpeg

 زابل کې محتسبینو د تاریخ تېر توکو د راټولولو او نرخونو کنټرول کمېټو له بازارونو څخه د څارنې پر مهال له سوداګرو او هتۍوالو سره د اصلاحي ناستو تر څنګ په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي، ۶۰قلمه حیواني درمل او ۴۰لېتره بې کیفیته او تاریخ تېر زراعتي درمل را ټول او له منځه یو وړل.

محتسبینو له هټۍوالو او سوداګرو وغوښتل، چې ورځنۍ تجارتي کړنې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په دې برخه کې د هر ډول منکراتو له کولو ډډه وکړي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلین وايي، د بازارونو دوامدار څارنه د خلکو د حقونو د خونديتوب، د معیاري توکو د وړاندې کولو او د ټاکل شویو نرخونو او اصولو د مراعت په برخه کې مهم رول لري؛ له همدې امله به د سرغړونو د مخنیوي او د عامه نظم د ټینګښت په موخه خپلې کړنې لا هم جاري وساتي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS