محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې اته شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه وکړه
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په تخار، سمنګان او دایکندي ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې اته شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه .
دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.
