محتسبینو د هېواد په څلور ولایتونو کې اته شخړې حل او ښکېلو اړخونو تر منځ روغه  وکړه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۸:۴۳
hl_akhtlafat_dr_wlayat.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېولو وزارت محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په تخار، سمنګان او دایکندي ولایتونو کې د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د کورنیو تر منځ د  بېلابېلو موضوعاتو پر سر راپورته شوې اته شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه .

دا اوږد مهاله شخړې، چې د یادو کورنیو تر منځ د ټولنیزو ستونزو او ناوړه دودونو  له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د لسګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۲۰
Background image

محتسبینو په بغلان ولایت کې یو خطرناک کوډ ګر نیولی دی

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د بغلان ولایت محتسبینو د عامه ذهنیت د سمون، غیر اسلامي کړنو د مخنیوي او د یو اسلامي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۰
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت، د ټولنیز  او اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

محتسبینو  د هېواد په څلورو ولایتونو کې  پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیکا،کابل، پروان او فاریاب ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د ناوړه دودنو د مخنیوي په موخه. . .

BACK TO NEWS