نظامي معینیت: د نظامي لیکو ساتل او د هغوی هر اړخیزه اصلاح د اسلامي نظام د ساتنې او تحقق اساسي اړخونه دي

org_admin
Sat, Aug 10 2024 3:18 PM

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت علمي بورډ غړو د نظامي محتسبینو په ملتیا د ملي دفاع وزارت اړوند د پلازمینې کابل (مرکزي قول اردو دوهمې پلې لواء) له مسؤولینو او کارمندانو سره د وزارت له لوري د شوو سپارښتونو د پلي کولو او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته تر سره کړه.

ناستې ته د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې وویل: له دې ناستو او لیدنو څخه زموږ هدف په نظامي او ملکي برخه کې د وزارت له لوري د معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي په موخه د را کړل شوو سپارښتنو پلي کول دي چې په وینا یې (د نظامي لیکو ساتل او د هغوی هر اړخیزه اصلاح د اسلامي نظام د ساتنې او تحقق اساسي اړخونه دي چې باید وساتل شي او پالنه یې وشي).

دغه راز نوموړو د آمرينو پر اطاعت او د امربالمعروف، نهې عن المنکر پر شرعي حیثیت بحث وکړ او دا یې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د مجاهدینو او مسؤولینو دیني او هېوادنی مسؤولیت یاد کړ.

د یادولو ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت له لوري په نظامي برخه کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه ټاکل شوی هیئت په پلازمینه کابل او ولایتونو کې له نظامي مسؤولینو سره ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامه کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS