زابل کې د محتسبینو په هڅو یوه کم عمره نجلۍ له جبري نکاح څخه وژغورل شوه 

fazli_admin
Sun, Nov 08 2026 9:20 AM
whatsapp_image_2026

د زابل د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د قومي مخورو په منځګړیتوب په مرکز قلات ښار کې د یوې کم عمره نجلۍ د ناخوښې نکاح مخنیوی وکړ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د بې معنی غیرت او ناوړه دودونو له مخې یې د هغې له خوښې پرته یوه کس ته په نکاح کړي.

د یاد ریاست محتسبینو په دې تړاو وویل، د دې غیر شرعي قضیې مخه یې هغه وخت ونیوله، چې د یادې کم عمره نجلۍ د کورنۍ غړو د ناوړه دودونو له مخې د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکوله.

محتسبین زیاتوي؛ هیڅوک نه شي کولی ازاد انسان په پیسو واخلي او یا یې خرڅ کړي. د اسلامي امارت مسؤلین تل په دې هڅه کې دي، چې خلکو ته د ارام ژوند زمینه برابره  کړي.
  
ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو په ورته اقدام کې د مرکز قلات په ګډون په خاک افغان، شملزو او نوبهار ولسوالیو کې اووه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

Latest news

Sun, Nov 08 2026 9:36 AM
Background image

A minor girl was saved from a forced marriage through the efforts of Muhtasibs in Zabul Province

Officials (Muhtasibs) of the Directorate for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Zabul Province, demonstrating their commitment to women's rights and aiming to prevent. . .

BACK TO NEWS