امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Oct 22 2026 8:53 AM
whatsapp_image_2026-10-21_at_3.04.31_pm.jpeg

۱- اصلاحي ناستې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ګذر له وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره نږدې ۷۰۰ اصلاحي غونډې ترسره کړې دي.

همدارنګه، د یاد وزارت نظامي محتسبینو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قانون او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو د تطبیق په موخه، په کابل او ځینو ولایتونو کې د یو شمېر امنیتي ارګانونو له مسؤولینو او مجاهدینو سره اصلاحي او د ګډې همکارۍ په موخه ناستې کړې دې.

 بل خوا، د یاد وزارت محتسبینو د بازارونو د تنظیم، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي او په پېر او پلور کې د شرعي احکامو د رعایت په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره تر ۲۰۰ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي، چې په دې ناستو کې پر دې ټینګار شوی چې له دوکې، خیانت او نورو شرعي امورو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي.

۲- د رسنیو څارنه

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست مسؤلینو د یاد وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د خپلو خپرونو د محتوا د نشر او خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام او دیني ارزښتونه رعایت کړي. ورته مهال، د خوست ولایت محتسبینو یو شمېر هغه غږیږې سټوډیوګانې تړلې چې د شرعي احکامو خلاف کړنې یې تر سره کولې.

۳- د کوډګرو نیول

 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنو د مخنیوي په موخه، په دې اونۍ کې په پکتیکا، تخار، لغمان، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې ۱۴ هغه کسان نیولي چې د جادوګرۍ په کړنو بوخت وو او د شرعي پرېکړې د ترسره کېدو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

۴- د شخړو حل او د دښمنیو پای ته رسول

محتسبینو د سولې د ټینګښت، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا او د اختلافاتو د کمولو په موخه، د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ ۱۲ اوږد مهاله دښمنۍ او ۶۲ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې او د ښکېلو لورو تر منځ یې روغې جوړې ته لار هواره کړې.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه

 محتسبینو په دې اونۍ کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده.  چې په دغو قضیو کې ظلم، جبري نکاح، میراث، ولور، نفقه او طلاق قضیې شاملې دي چې د محتسبینو له لوري حل شوې دې.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS