امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې
۱- اصلاحي ناستې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناسمو دودونو د اصلاح او د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو، د ګذر له وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره نږدې ۷۰۰ اصلاحي غونډې ترسره کړې دي.
همدارنګه، د یاد وزارت نظامي محتسبینو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د قانون او د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرامینو د تطبیق په موخه، په کابل او ځینو ولایتونو کې د یو شمېر امنیتي ارګانونو له مسؤولینو او مجاهدینو سره اصلاحي او د ګډې همکارۍ په موخه ناستې کړې دې.
بل خوا، د یاد وزارت محتسبینو د بازارونو د تنظیم، د احتکار او ګرانپلورنې د مخنیوي او په پېر او پلور کې د شرعي احکامو د رعایت په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره تر ۲۰۰ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي، چې په دې ناستو کې پر دې ټینګار شوی چې له دوکې، خیانت او نورو شرعي امورو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي.
۲- د رسنیو څارنه
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست مسؤلینو د یاد وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د خپلو خپرونو د محتوا د نشر او خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام او دیني ارزښتونه رعایت کړي. ورته مهال، د خوست ولایت محتسبینو یو شمېر هغه غږیږې سټوډیوګانې تړلې چې د شرعي احکامو خلاف کړنې یې تر سره کولې.
۳- د کوډګرو نیول
محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي ارزښتونو خلاف کړنو د مخنیوي په موخه، په دې اونۍ کې په پکتیکا، تخار، لغمان، ننګرهار او سرپل ولایتونو کې ۱۴ هغه کسان نیولي چې د جادوګرۍ په کړنو بوخت وو او د شرعي پرېکړې د ترسره کېدو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.
۴- د شخړو حل او د دښمنیو پای ته رسول
محتسبینو د سولې د ټینګښت، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا او د اختلافاتو د کمولو په موخه، د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ ۱۲ اوږد مهاله دښمنۍ او ۶۲ کورنۍ، قومي او سیمهییزې شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې او د ښکېلو لورو تر منځ یې روغې جوړې ته لار هواره کړې.
۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه
محتسبینو په دې اونۍ کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۲۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده. چې په دغو قضیو کې ظلم، جبري نکاح، میراث، ولور، نفقه او طلاق قضیې شاملې دي چې د محتسبینو له لوري حل شوې دې.
