کابل کې یوې ځوانې نجلۍ د خپلې خوښې شرعي نکاح حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Tue, Mar 03 2026 9:34 AM
zmynh_nkah_shry_yk_zwj_jwan_dr_kabl_msad_shd.jpeg

د کابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په چهار اسیاب ولسوالۍ کې هغه نجلۍ د خپلې خوښې شرعي نکاح له حقونو څخه برخمنه کړه، چې د کورنۍ غړو یې نه غوښتل چې پخپله خوښه نکاح وکړي.

 په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: د یادې نجلۍ د کورنۍ غړو د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په اساس نوموړې مېرمن نه پرېښودله چې د خپلې خوښې نکاح وکړي د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه وژغورل شوه  او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي»

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:03 PM
Background image

Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in the First Month (Hamal) of the Current Year

In the first month of the year 1405, the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in light of the rulings of Islamic Sharia and through the. . .

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS