د امربالمعروف وزارت سرپرست د بلخاب ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

org_admin
Sun, Apr 02 2023 9:31 AM
mopvpe

شنبه - ۱۰رمضان المبارک – ۱۴۴۴ ه.ق

د امربالمعرو، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محممد خالد الحنفي د سرپل ولایت، بلخاب ولسوالي مشرانو او د اهل تشیع کمیسون غړو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه د بلخاب ولسوالي مشرانو د امربالمعروف وزارت سرپرست څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت سره د خلکو د همغږی په مورد خبرې وکړې او هم یې ژمنه وکړه چې د بلخاب ولسوالي ولسونه د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او هم د امربالمعروف وزارت له کړنو څخه خوښ دي.

د بلخاب ولسوالي مشرانو وویل: یواځینی ادرس چې د خلکوستونزې اوري او هم ورته رسیده ګي کوي؛ امربالمعروف وزارت دی او باید لا زیات د خلکو د ستونزو د حل په موخه کار وکړي.

ورپسې د امربالمعروف وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ ټول سره وروڼه یو او اسلامي امارت د هیواد د ټولو قومونو د یووالي او شهیدانو د وینو په برکت  تر دې ځایه را رسیدلی دی.

شیخ محمد خالد وویل، د اسلامي نظام په پلي کېدو سره د خلکو د حقونو ساتنه کېږي او دا د اسلامي امارت مسؤلیت دی چې د ولس فردي او ټولنیزو حقونو ته رسیدګي وکړي او دا چې په تېرو شلو کلونو کې د ولس حق تر پښو لاندې شوی و او شهیانو د اشغالګرو د ایستلو، اسلامي نظام د پلي کولو او هیواد ته د خدمت کولو په موخه جهاد وکړ او اوس د اسلمي امارت مشران هڅه کوي چې هیوادوالو حقه  حقوقو ته رسیدنه وکړي.

د امربالمعروف وزارت سرپرست وویل؛ ددې وزارت دروازې تل د خلکو په مخ خلاصې دي او هم یې د بلخاب د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په پار راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ.

Latest news

Mon, Aug 17 2026 2:51 PM
Background image

Six women were rescued from un Islamic marriage in four provinces

The inspectors of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, in the provinces of Paktika, Zabul, Balkh, and Ghor, as part of their. . .

Mon, Aug 17 2026 2:07 PM
Background image

22 disputes and hostilities were resolved by Muhtasibs in five provinces

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, through the mediation of religious scholars and tribal elders,. . .

Mon, Aug 17 2026 9:59 AM
Background image

Offcials in Nangahar province rescued a girl from forced marriage

 The officials (Muhtasibs) of the Nangarhar Directorate of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, reaffirming their commitment. . .

BACK TO NEWS