د امربالمعروف وزارت سرپرست د بلخاب ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۹:۳۱
mopvpe

شنبه - ۱۰رمضان المبارک – ۱۴۴۴ ه.ق

د امربالمعرو، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محممد خالد الحنفي د سرپل ولایت، بلخاب ولسوالي مشرانو او د اهل تشیع کمیسون غړو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه د بلخاب ولسوالي مشرانو د امربالمعروف وزارت سرپرست څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت سره د خلکو د همغږی په مورد خبرې وکړې او هم یې ژمنه وکړه چې د بلخاب ولسوالي ولسونه د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او هم د امربالمعروف وزارت له کړنو څخه خوښ دي.

د بلخاب ولسوالي مشرانو وویل: یواځینی ادرس چې د خلکوستونزې اوري او هم ورته رسیده ګي کوي؛ امربالمعروف وزارت دی او باید لا زیات د خلکو د ستونزو د حل په موخه کار وکړي.

ورپسې د امربالمعروف وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ ټول سره وروڼه یو او اسلامي امارت د هیواد د ټولو قومونو د یووالي او شهیدانو د وینو په برکت  تر دې ځایه را رسیدلی دی.

شیخ محمد خالد وویل، د اسلامي نظام په پلي کېدو سره د خلکو د حقونو ساتنه کېږي او دا د اسلامي امارت مسؤلیت دی چې د ولس فردي او ټولنیزو حقونو ته رسیدګي وکړي او دا چې په تېرو شلو کلونو کې د ولس حق تر پښو لاندې شوی و او شهیانو د اشغالګرو د ایستلو، اسلامي نظام د پلي کولو او هیواد ته د خدمت کولو په موخه جهاد وکړ او اوس د اسلمي امارت مشران هڅه کوي چې هیوادوالو حقه  حقوقو ته رسیدنه وکړي.

د امربالمعروف وزارت سرپرست وویل؛ ددې وزارت دروازې تل د خلکو په مخ خلاصې دي او هم یې د بلخاب د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په پار راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۴۲
Background image

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون د توضیح او تشریح ناسته جوړه شوه

د امر بالمعروف، نهې عن ‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤولینو، رئیس صاحبانو او کارکوونکو ته د امر بالمعروف وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۱۳
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ولایتي سفرونو په دوام لوګر ته ولاړ

د امر بالمعروف، نهې عن‌‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د‌ ولایتي سفرونو په دوام لوګر ولایت ته ولاړ او هلته یې د امیر المؤمنین حفظه الله د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د ننګرهار ولایت له ځایي مسؤولینو سره وکتل

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب ننګرهار ولایت ته د یو رسمي سفر په ترڅ کې د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د صادرو شویو. . .

BACK TO NEWS