د امربالمعروف وزارت اړوند نظامي محتسبینو د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Sat, Oct 17 2026 12:12 PM
whatsapp_image_2026-10-17_at_12.02.53_pm.jpeg

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند نظامي محتسبینو د ملي دفاع وزارت اړوند د یو شمېر نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په نظامي برخه کې د یاد وزارت له لوروي د شوو سپارښتنو د پلي کولو او په کارونو کې د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

په دې بېلابېلو ناستو کې نظامي محتسبینو د ګډې همکارۍ، د وزارت د سپارښتنو د پلي کولو، د خلکو شکایتونو د رسېدنې او له خلکو سره د غوره چلند کولو په تړاو خبرې وکړې.

دغه راز نظامي مسؤلینو هم د خپلو خبرو پر مهال د وزارت د سپارښتنو پلي کول او د خلکو شکایتونو ته رسېدنه د نظام د استحکام او پایښت غوره لار وبلله او ویې ویل چې په ټول توان به د معروفاتو اقامه کوي او د منکراتو مخه به نیسي.

د یادولو وړ ده ، چې د  امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلین په دوامداره توګه د پلازمېنې کابل په ګډون په ټول هېواد کې له نظامي مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

Latest news

Sat, Oct 17 2026 10:52 AM
Background image

Resolution of 14 Sharia-Related Cases Involving Women and Prevention of Forced Marriages of Four Girls in Five Provinces

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have comprehensively addressed 14 cases related to dowries,. . .

Wed, Oct 14 2026 2:29 PM
Background image

Kabul Urban Directorate Meets with Community Representatives and Religious Scholars to Prevent Harmful Customs

As part of its daily activities, officials (Muhtasibs) of the Kabul Urban Directorate, under the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice, held meetings with. . .

BACK TO NEWS