محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Tue, Aug 18 2026 11:28 AM
mhtsbyn_dr_5_wlayt_23_zn_ra_njat_dadnd.jpg

محتسبینو په بلخ، بغلان، غور، زابل او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۲۳ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده؛ له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته نورې قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Tue, Aug 18 2026 3:11 PM
Background image

The Muhtasibs rescued 23 women from domestic violence in five provinces

In the provinces of Balkh, Baghlan, Ghor, Zabul, and Takhar, the Muhtasibs have protected 23 women who had been subjected to mistreatment by their husbands and family members from. . .

Tue, Aug 18 2026 2:32 PM
Background image

In Baghlan, the Muhtasibs rescued a woman who had been subjected to three months of domestic confinement

In Baghlan, as part of their continued efforts to protect women’s Sharia-based rights, Muhtasibs rescued a woman from Farang District who had been subjected to physical abuse, domestic. . .

BACK TO NEWS