د هېواد په شپږ ولایتونو کې (۱۰) مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورل شوې
امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز، بدخشان، پروان، بلخ، بادغېس او زابل ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا لس مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح کړي مخه ونیول شوه.
یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یادو ولایتونو اړوند د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.
