کابل کې (۷) کلن ماشوم ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
Sun, Dec 07 2025 10:50 AM
dr_kabl_yk_azdwaj_hft_salh_jlwgyry_shd.jpg

د پلازمېنې کابل عمومي ریاست محتسبینو د هغې ځوانې مېرمنې  د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل چې یوه اووه کلن ماشوم ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: یاده ځوانه مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و، د نوموړې مېرمنې د خسرګنۍ غړو غوښتل، چې د بې معنی غیرتونو او تربورګلوۍ په اساس یې یوه اووه کلن ماشوم ته د هغې له خوښې پرته په نکاح کې کړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.

محتسبین زیاتوي، چې د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS