کابل کې (۷) کلن ماشوم ته د ودېدونکې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیول شوه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵۰
dr_kabl_yk_azdwaj_hft_salh_jlwgyry_shd.jpg

د پلازمېنې کابل عمومي ریاست محتسبینو د هغې ځوانې مېرمنې  د نا خوښه نکاح مخه ونیوله، چې د خسرګنۍ غړو یې غوښتل چې یوه اووه کلن ماشوم ته یې د هغې له خوښې پرته په نکاح کړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: یاده ځوانه مېرمن چې خاوند یې وفات شوی و، د نوموړې مېرمنې د خسرګنۍ غړو غوښتل، چې د بې معنی غیرتونو او تربورګلوۍ په اساس یې یوه اووه کلن ماشوم ته د هغې له خوښې پرته په نکاح کې کړي، چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه.

محتسبین زیاتوي، چې د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په تخار، بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې۱۶ مېرمنو ته د میراث، نفقې او ولور حقوق وسپارل شول

 د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار،  بلخ، زابل او فراه ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې ۱۶هغو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱۴
Background image

محتسبینو په بلخ ولایت کې یو کوډګر نیولی دی

محتسبینو په بلخ ولایت کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۱
Background image

کندهار کې ۱۲۳ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورل شوې

د کندهار ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په تېرو دوو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۲۳۲ بېلا بېلې قضیې حل کړې دې، چې په دې قضیو کې ۳۳ د اجباري نکاح ګانو، ۵۳ د میراث او پاتې. . .

BACK TO NEWS