په لوګر او پکتیکا ولایتونو کې (۳) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Sat, Nov 01 2025 8:29 AM
ph_lwgr_dw_myrmn_wzhghwrl_shwy_dy.jpg

 د پکتیکا او لوګر ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا، په یادو ولایتونو کې (۳) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او حقوق یې تر پښو لاندې شوي و، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS