د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال پکتیا ولایت ته سفر وکړ

org_admin
Wed, Sep 11 2024 1:56 PM

د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لاښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د پکتیا ولایت له والي، ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او  ګذر وکیلانو سره وکتل.

شیخ محمدي د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت د لاسته راوړنو ترڅنګ د نوي قانون پر پلي کېدو خبرې وکړې او له دیني عالمانو یې وغوښتل ترڅو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو په پلي کولو کې له محتسبینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورته مهال ښاغلي محمدي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل ترڅو له خلکو سره له غوره او نېک چلند څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت مسؤولین د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه کوي، چې یاده لړۍ به د‌ هېواد (۳۴) ولایتونو ته وغځېږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:03 PM
Background image

Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in the First Month (Hamal) of the Current Year

In the first month of the year 1405, the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in light of the rulings of Islamic Sharia and through the. . .

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS