د امر بالمعروف وزارت مسلکي مرستیال پکتیا ولایت ته سفر وکړ
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت د پالیسۍ او مسلکي مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي او ورسره مل پلاوي د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د لاښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدلو په موخه د یو رسمي سفر پر ترڅ کې د پکتیا ولایت له والي، ځایي مسؤولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او ګذر وکیلانو سره وکتل.
شیخ محمدي د ناستې ګډون والو ته د امربالمعروف وزارت د لاسته راوړنو ترڅنګ د نوي قانون پر پلي کېدو خبرې وکړې او له دیني عالمانو یې وغوښتل ترڅو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو په پلي کولو کې له محتسبینو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
ورته مهال ښاغلي محمدي د یوې جلا ليدنې په ترڅ کې د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو له محتسبینو سره ولیدل او هغوی ته یې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه اړینې لارښوونې وکړې او له نوموړو یې وغوښتل ترڅو له خلکو سره له غوره او نېک چلند څخه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت مسؤولین د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر قانون د لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه کوي، چې یاده لړۍ به د هېواد (۳۴) ولایتونو ته وغځېږي.