نظامي معینیت: نظامي مسؤولین باید سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي

org_admin
Wed, Aug 21 2024 3:02 PM

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معینیت، علمي بورډ غړو یو لوړ پوړي پلاوي د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د کابل امنیه قوماندانۍ اړوند جنایي تحقیقاتو ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره د هغوی د ستونزو اورېدلو او همغږۍ په موخه ولیدل.

د علمي بورډ غړو په خپلو خبرو کې د یادې ناستې موخه د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوی، د شته ستونزو اورېدل، د لا ښې همغږۍ رامنځته کول او وزارت مقام له لوري شوو سپارښتنو پلي کول یاد کړل او له مسؤولینو یې وغوښتل ترڅو د شوو سپارښتنو پلي کولو ته ژمن پاتې شي او خپل سيرت او صورت له نبوي لارښوونو سره سم برابر کړي.

د یادولو وړ ده چې د امربالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت له لوري په نظامي برخه کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه ټاکل شوی پلاوی په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې له نظامي مسؤولینو سره ناستې کوي چې ورسره په دې برخه کې د معروفاتو په اقامې کې د پام وړ بدلون راغلی.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS