د امربالعروف وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خیل لغمان ولایت ته سفر وکړ

org_admin
Wed, Jun 12 2024 9:08 AM

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل د یو ګډ پلاوي په ملتیا لغمان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د دې ولایت له والي، امنیه قومندان او نورو ملکي او نظامي ادارو له مسؤولینو سره د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري په نظامي او ملکي برخه کې د شوو سپارښتنو د اورولو په موخه ناسته تر سره کړه.

د ناستې په پیل کې د یاد ولایت والي مولوي شېراحمد حقاني راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ په دې ولایت کې د امارتي ادارو تر منځ پر ټینګې همغږۍ خبرې وکړې.

دغه راز د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل یاد ولایت ته د خپل سفر موخه د ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو لیدنه او هغوی ته د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو اورول یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخو کې د مشرانو پوره اطاعت وکړي.

نوموړي وویل: ((اوس چې اسلامي نظام راغلی نو باید د اسلامي نظام په چوکاټ کې خپلې چارې مخ ته یوسو، موږ اوس په یوه لوی امتحان کې یو، څنګه مو چې په توده جګړه او مذاکراتي برخه کې امریکا او د هغوی متحدینو ته ماتې ورکړه همداسې باید په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې هم بریالۍ مقابله وکړو ترڅو یو پیاوړی او پر ځان بسیا نظام ولرو.))

همدارنګه ناستې ته د یاد ولایت د بېلابېلو برخو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د هیئت ورتګ ګټور وباله او ژمنه یې وکړه چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري شوې سپارښتنې به په پوره توګه پلې کوي.

د یادولو وړه ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري مسؤولین وخت پر وخت بېلا بېلو ولایتونو ته، په دې ولایتونو کې ملکي او نظامي مسؤولینو ته د مشرتابه د فرمانونو او د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو اورولو، ښې همغږۍ او په دې برخو کې د شته منکراتو مخنیوي په موخه سفرونه کوي چې ورسره په دې ځایونو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS