شیخ محمد خالد الحنفي د ترکيې هېواد د (مسک میډیا) رسنۍ له مسؤول سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل

org_admin
Sun, May 26 2024 4:19 PM

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د ترکیې هېواد  د (مسک میډیا) رسنۍ له استازي اویس چلبي عراقي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغه لیدنه کې ښاغلي عراقي د اسلامي امارت په ځانګړي ډول د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت لاسته راوړنې او پرمختګونه په کم وخت کې د ستایلو وړ وبلل او زیاته یې کړه، چې تل یې هڅه کړې چې نړۍ ته د اسلامي امارت رښتینی انځور وړاندې او د غرب له شومو پلانونو چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې ترسره کوي نړۍ خبره کړي.

دغه راز ښاغلي عراقي د منکراتو په مخنیوي، معروفاتو د اقامې، شکایتونو اورېدلو او حل په برخه کې د یاد وزارت کړنې وستایلې او زیاته یې کړه؛ دا د خوښۍ ځای دی چې په ننني عصر کې اسلامي امارت د اسلامي نظام رښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کوي.

بلخوا بیا د امر بالمعروف وزارت سرپرست وزیر ښاغلي حنفي صاحب د ښه راغلاست تر څنګ د نوموړو له همدردۍ او مرستې چې اسلامي امارت سره یې کوي مننه وکړه او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت لاسته راوړنې چې د منکراتو د مخنیوي، معروفاتو د اقامې، هېواد والو د ستونزو اورېدلو او حل په برخه کې ترسره کړي شریکې کړې او وې ویل چې د امر بالمعروف وزارت د هېواد والو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته ژمن دی او تل یې په دې برخه کې هڅې کړي چې د یوه هېواد وال حق هم ضایع نه شي.

ښاغلي حنفي صاحب همدا راز زیاته کړه چې اسلامي امارت له نړۍ نور څه نه غواړي فقط دومره چې د دوي په اړه دې ناسم قضاوت نه کوي او هغه څه دي خلکو ته وښايي چې د اسلامي امارت رښتینی انځور دی.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر بهرني سیاستوال، دیني عالمان، تجاران او نورو بهرنيو وګړو له ښاغلي حنفي صاحب سره لیدلي او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS