محتسبینو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۲۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې
محتسبینو په دایکندي، فراه، سرپل، بغلان، بامیان او تخار ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه د کورنیو تر منځ د قتل،مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.
مسؤلین وایي، دا شخړې او دښمنۍ چې د مېرمنو د حقونو، خپلمنځي شخړو، قتل او روته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.
محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې، د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.
بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له محتسبینو غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.
