زندگی نامه مقام رهبری

دافغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر، او شکایتونو اورېدو  وزارت د سرپرست وزیر شیخ الحدیث محمد خالد (الحنفي) ژوند ته کتنه

دا چې علم او جهاد دواړه د اسلام او شریعت د پرمختګ لپاره سترې وسیلې دي، خو ځينې یواځې په علم تمرکز کوي او ځینې بیا جهاد د دین د خپراوي لپاره اصلي لار بولي، ډیر کم داسې دي چې د صحابه و له تګلارې سره سم علم او جهاد دواړه پر مخ وړي او کله د اصحاب صفه په څیر د زده کوونکو روزنه کوي او کله بیا د جهاد د سنګر لارښود او یو مبارز وي چې دا ډول خلک د ټولنې لپاره ښه رهنما او لارښود جوړیدای شي.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) هم د همدغو له جملې څخه دی چې د مدرسې له زده کوونکي بیا تر ښوونکي یې دغه لار تعقیب کړې.

پیژندنه:

محترم شيخ الحديث محمد خالد (الحنفي) د ملک قومندان حبیب الله زوی  د نورستان ولایت، دوابې ولسوالۍ کولم شهید کلي کې په ۱۳۵۰ هجری کال نړۍ ته په یوه جهادپاله او دینداره کورنۍ کې سترګې پرانېستي دي.

زده کړه:

نوموړي لومړنۍ مروجې زده کړې، له خپل نیکه څخه په خپل کور کې کړي دي، چې همدغه مهال یې عصري زده کړې هم پرمخ بیولې او تر دولسمه پورې یې ښوونځی لوستی دی.

ثانوي یا منځنۍ زده کړې یې دننه د هیواد په مختلفو ولایتونو او د هجرت دیار په بېلابېلو مدارسو کې ترسره کړې دي، چې د علم الکلام، علم المعاني، علم فقه، علم اصول فقه، علم النحو، علم الصرف، علم الریاضي، علم المنطق او علم میراث یې په مختلفو سیمو او خاصکر مشهوره علمي سیمه مارتونګ او چکیسر کې په مارتونګ او چکیسر بابا، مولوي شهزاده، مولوي نورالحق او مولوي عبدالحليم باندې لوستي دي.

وړه دوره (موقوف علیه ) یې له حدیثو او فقهې سره د زیات شوق له امله دوه ځله ترسره کړه چې یو ځل یې په مشهوره مدرسه دارالعلوم حقانیه کې او دوهم ځل یې بیا په چک دره کې له مولوي محمد صدیق (دیوبندي)څخه وکړه.

وروستنۍ زده کړې یې د حدیثو لویه دوره په ۱۹۹۷ میلادي کال کې وروسته له ډیر تدقيق او تحقیق په امدادالعلوم نومې مدرسه کې د مشهور شیخ الحدیث مولانا حسن جان شهید (تقبله الله) سره ترسره کړه.

د نوموړي د علم تنده نه ماتیده ،د تفسیر لپاره یې شاه منصور ته کډه وتړله  او هلته یې له نامتو مفسر شاه منصور باباجي څخه د قران کریم د تفسیر زده کړه وکړه.

هغه له فراغت وروسته د تدریس لور ته مخه کړه او د یو نامتو او جید عالم په توګه راڅرګند شو، په تدریس یې پیل وکړ، چې په دې لړ کې یې په بیلا بېلو ځایونو کې مخلتف کتابونه تدریس کړل.

دا چې نوموړی یو تکړه طالب و او له فراغت سره سم یې د یو تکړه عالم په توګه د علم نشر ته مخه کړه نو د تدریس په لړ کې یې لس کاله د فنونو ټول کتابونه په مختلفو مدارسو کې درس کړي چې له جملې یې دارالعلوم صفيه او دارالعلوم عربیه دي او تر دې وروسته یې بیا دیارلس کاله د مبارکو احادیثو په خدمت کې تیر کړل او په مختلفو مدرسو کې یې د وړې او لویې دورې تدریس کړی دی،  چې د هغو له جملې څخه یې، دارالعلوم عربیه، دارالعلوم احیاء العلوم او جامعه فاروقیه دي او همدا راز یې دوه ويشت کاله دوره تفسیر درس ورکړی چې په دې سره په تفسیر کې د ښه مهارت خاوند دی.

جهاد او مبارزه:

د ښاغلي حنفي صیب د زده کړې او بیا د تدریس تر څنګ بله لویه مشغولتیا جهاد و.

هغه  د امارت په لومړۍ دوره د حاکمیت کې د خپل ورور مولوي رستم ترڅنګ ٫٫ چې هغه وخت دټولګټو چارو وزارت معین هم و“ په مشري د مجاهدینو له صفونو سره په لومړي سر کې یو ځای شو.

په دې لړ کې یې د نیمروز او دلارام سیمو ته جهادي تشکیل وکړ چې هملته په جهادي بهیر کې ټپي شو او دا سعادت یې ترلاسه کړ چې د قیامت په ورځ د ځان د خلاصون لپاره یوه نښه په خپل وجود کې ولري، خو هغه له دغو ټولو تکلیفونو سره سره جهاد ته شا نه کړه او تر پایه د جهادي صف ملګری پاته شو.

دا چې د نوموړي کورنۍ یوه جهادي مخینه او سابقه لري، یواځې په اوسني انقلاب کې نه بلکې د روسانو په وړاندې جهاد کې یې هم ستره برخه درلوده.

 پلار یې ملک حبیب الله یو نامتو جهادي مشر او د سیمې ملک و، علوم یې ډیر نه و لوستي، خو د روسانو په وړاندې یې جهاد کې ښه ستره برخه درلوده او په ولس کې یو محبوب شخص و.

نوموړی د روس پر خلاف د جهاد وخت کې د حرکت ګوند د عمومي قومندان مولوي عبدالرازق لخوا د نورستان ولایت لپاره د امیر په توګه ټاکل شوی و.

هغه داسې یو نومیالی مجاهد و چې په مشري یې هغه مهال هیواد کې لومړۍ ولسوالي د دوابې وه، چې د روسانو له تسلط خلاصه او فتحه شوه، خو وروسته بیا د هغې په تعقیب د نورګرام ولسوالي هم د ملک حبیب الله په مشري فتحه شوه، چې په دغه فتحه کې یې یو ورور او وراره هم شهیدان شول.

همداراز د لغمان ولایت کې د منګو په نوم سیمه کې قرارګاه چې په همدې نوم مشهوره وه د هغه په مشري ونیول شوه او فتحه شوه، چې دلته یوه سیمه د کافر قلعه په نوم وه وروسته د ملک حبیب الله خان له لوري په اسلام قلعه ونومول شوه، کومه چې کله ګوش سیمه کې وه، په همدغه سیمه کې امیر حبیب الله خان هم وژل شوی و.

شیخ محمد خالد (الحنفي) په جهادي جریان کې سترې قربانۍ هم ګاللي او درې ځلې یې د غربي تاړاکګرو ځواکونو له لوري کلی بمبار شو، چې په ترڅ کې یې څلور د تره زامن د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.

هغه په خپله شهید پروره کورنۍ کې تر اتلسو پورې یتیمان لري، چې سرپرستي یې دا مهال د ده په غاړه ده.

جهادي مسئوليتونه

شیخ محمد خالد (الحنفي) په تیره شل کلنه مبارزه کې د نورستان ولایت د دریو ولسوالیو ٬٬ نورګرام، دواب او منډول جهادي مسئول پاته شوی.

همداراز د لغمان او نورستان ولایتونو د مسؤل په توګه  یې هم مسئولیت کړی او له هغې وروسته د ختیځې حوزې د معسکراتو مسؤلیت، د ملکي تلفاتو کمیسون کې دنده، او بیا وروسته د ختیځې حوزې د دعوت، ارشاد او جلب او جذب مسؤل په حیث دندې ترسره کړې دي.

هغه په دعوت او ارشاد کې د مسؤلیت پر مهال ډیرې هلې ځلې وکړې چې هیواد ته سوله او امنیت راشي، چې په دې لړ کې یې آن د کیان درې اسماعیلیه ته هم دعوت ورکړ او هغوی ته یې امن ورکړ.

د دې ترڅنګ یې د تېرې ادارې له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د ښېرازۍ او بیا رغونې په باب بحثونه کړي دي او هغوی ته یې د امنیت ډاډ ورکړی و، تعلیم یافته قشر، محصلینو، انجینرانو او خبریالانو ته یې هم ډاډ ورکړی و، چې له وطن څخه دې نه وځي، دوی به خوندي وي.

شیخ صاحب به همدا راز وخت ناوخت له مختلفو ډلو سره ناستې درلودې چې اکثرو یې بیعت او له اسلامي امارت ملاتړ هم اعلان کړی لکه: سیفیان، سلفیان، د دره یوسف هزاره ګان او داسې نورو سره لیده کاته کړي دي، تر څو سره متحد او د وطن آبادۍ ته کار وکړي.

نوموړي د وطن د امنیت او اتحاد لپاره په هغو سختو ورځو کې چې هره شېبه به  د ډرون ویره وه او د سر خطر به یې و، بیا هم مخ نه اړولو او  ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، کابل او نورو سیمو کې هلې ځلې کولې او هڅه به یې کوله چې خپل غولیدلي هيوادوال بیرته د اشغالګرو له څنګ څخه رابيل او  ازادي غوښتونکو سره یوځای د هیواد د پرمختګ لپاره ترې کار واخلي.

د شیخ صاحب ژوند کې خوږې او ترخې خاطرې:

هغه وایي د ژوند تر ټولو خوږه خاطره یې د هیواد خپلواکي ده خو هغه مهال ډیر خوښ ويچې د حدیثو له درسه پاڅیږي، چې دا وخت به یې ډېره خوښي احساسوله او همداشان وایي کله چې کومه ښه کړنه ترسره کړي او ډاډمن شي چې د قبولیت وړ ده، نو ډېر د سکون احساس کوي، خو د ترخو خاطرو څخه بیا وایي چې هغه وخت ډېر ودردېدم، کله چې له ځایي مسئولینو سره د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ په یوه سیمه کې ناسته درلوده، د دوی له ولاړیدو وروسته  پر بمبار وشو او اته تنه یې شهیدان شول.

نوموړی وایي زما لپاره هغه وخت ډیر  ارمان و کله به چې استشهادیانو د فدايي عملیاتو لپاره رخصت اخیست او پوهيدم به چې نور بیا نه راځي نو ډېر به دردېدم.

شیخ صاحب چې اوس مهال د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د سرپرست وزیر په توګه د دین د خدمت چارې پر مخ وړي هره شیبه یې هڅه وي چې د دین او هیواد لپاره ستړیا تیره کړي او په خپل کاري چاپیریال کې هر ملګري ته دا توصیه کوي چې هر کار کې خپل نیت سم او د خدای رضا په نظر کې ونيسئ.