محتسبینو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۲۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
whatsapp_image_2026-10-13_at_1.56.30_pm.jpeg

محتسبینو په دایکندي، فراه، سرپل، بغلان، بامیان او تخار ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د قتل،مېرمنو حقونو، خپلمنځي شخړو او ورته نورو مسایلو له امله رامنځته شوې دښمنۍ او شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه.

مسؤلین وایي، دا شخړې او دښمنۍ چې د مېرمنو د حقونو، خپلمنځي شخړو، قتل او روته نورور بدو پېښو له امله را منځته شوې وې د محتسبینو په هڅو او د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب حل شوې.

محتسبینو ورته مهال له ځایي خلکو سره د ولسي ناستو پر مهال له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځایي خلکو غوښتي، چې د ورته ستونزو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او زیاته یې کړه چې، د قومونو تر منځ د یووالي په برخه کې به هېڅ راز هڅې و نه سپموي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې قومي او ژبنۍ دښمنۍ وپالي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستاسي او له محتسبینو غواړي، چې په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي تر څنګ د شته ناخوالو ، شخړو او دښمنیو د مخنیوي په موخه خپلې کړنې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په شپږ ولایتونو کې ۲۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په دایکندي، فراه، سرپل، بغلان، بامیان او تخار ولایتونو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو په موخه  د کورنیو تر منځ د قتل،مېرمنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت ۵۹ بېلابېلې قضیې حل کړې دې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د شکایتونو اورېدلو معینیت مسؤلینو د روان (۱۴۰۵)ل.م کال په میزان میاشت کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدنې په موخه نیږدې ۱۲۳ بېلاب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۶:۳
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS