غزني کې د محتسبینو په هڅو یوې مېرمنې د خپلې خوښې نکاح شرعي حق یې تر لاسه کړ
د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال د مېرمنو حقونو ته په ژمتیا هغه مېرمن، چې خاوند یې وفات شوی و او د خسرګنۍ له لوري له پرلپسې رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه او د خپلې خوښې نکاح شرعي حق ترې اخیستل شوی وو د محتسبینو په هڅو وژغورل او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
محتسبین وایي :یادې مېرمنې د خپل خاوند له وفات وروسته له سختو کورنیو ستونزو او ناعادلانه چلند سره ژوند کاوه، چې د محتسبینو له لوري د شرعي اصولو په رڼا کې له کورني ظلم څخه وژغورل شوه او د خپلې خوښې شرعي نکاح حق یې تر لاسه کړ.
