غزني کې د محتسبینو په هڅو یوې مېرمنې د خپلې خوښې نکاح شرعي حق یې تر لاسه کړ

fazli_admin
Sat, Mar 14 2026 10:38 AM
dr_ghzny_yk_zn_bh_hqwq_shry_ash_dst_yaft.jpeg

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر  مهال د مېرمنو حقونو ته په ژمتیا هغه مېرمن، چې خاوند یې وفات  شوی و او د خسرګنۍ له لوري له پرلپسې رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه او د خپلې خوښې نکاح شرعي حق ترې اخیستل شوی وو د محتسبینو په هڅو وژغورل او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبین وایي :یادې مېرمنې د خپل خاوند له وفات وروسته له سختو کورنیو ستونزو او ناعادلانه چلند سره ژوند کاوه، چې د محتسبینو له لوري د شرعي اصولو په رڼا کې له کورني ظلم څخه وژغورل شوه او د خپلې خوښې شرعي نکاح حق یې تر لاسه کړ.

Latest news

Mon, Nov 02 2026 10:29 AM
Background image

In Balkh province officials have arrested a person involved in fortune-telling, along with the tools used for fortune-telling

Officials of the Ministry in Balkh Province have arrested a man accused of practicing witchcraft in Sholgara District, as part of their ongoing activities. 
The man had reportedly been. . .

BACK TO NEWS