هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
whatsapp_image_2026-11-15_at_3.21.05_pm_1.jpeg

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناستې وکړې .

د همغږۍ په موخه په جوړو شویو ناستو کې ګډونوالو د اسلامي نظام د قوانینو پر تطبیق، تنفیذ او اغېزمنتیا هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو او حاکمیت لپاره ملت لویې قربانۍ ورکړې دي، لازمه ده چې د همدې قربانیو او ارزښتونو د ساتنې لپاره د اسلامي شریعت قوانین په پوره اخلاص او ریښتنې معنی پلي شي.

دغه راز ګډونوالو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له‌ منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړې.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۹:۰
Background image

محتسبینو په اوو ولایتونو کې ۳۱ دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په سرپل، نورستان، جوزجان، بامیان، میدان وردګ، تخار او نیمروز ولایتونو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د قتل، مېرمنو حقونو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۸:۴۷
Background image

هرات کې محتسبینو له ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره  د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې

 د هرات ولایت محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو او قومي مخورو  سره  د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۸:۵۱
Background image

غزني کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورل شوه

 غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په دې ولایت کې یوه کونډه، چې خسرګنۍ یې غوښتل د هغې له خوښې پرته یې یوه کس ته په زور نکاح کړي چې د. . .

BACK TO NEWS