سمون راوستونکي کسان باید دسمون معیار وي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۴:۵۵
mopvpe

سه شنبه، ذوالقعده ۷، ۱۴۴۳

د امر بالمعروف وزارت نظامي هیئت د کابل ښار څلورمې،نهمې او لسمې حوزې له مجاهدینو او ښار کې له ګرځېدونکو نظامي او ملکي مسؤلینو څخه لیدنه وکړه او په هغوی یې د یاد وزازت فرمانونه په عملي ډول پلي کړل.

د امر بالمعروف وزارت د ازاله منکراتو د رئیس مولوي راز محمد حامد په مشرۍ جوړ شوی ۱۰ کسیز هیئت چې په کې د یاد وزارت ډېری مسؤلینو ګډون درلود چې د څلورمې، نهمې او لسمې حوزو له زندان، نظامي، کشفي او جنایي ارګانونو له مسؤلینو او په ښار کې له ګرځېدونکو نظامیانو څخه لیدنه وکړه او د شته منکراتو د له منځه وړلو له پاره یې عملي اقدام وکړ.

د ازاله منکراتو رئیس مولوي راز محمد حامد په دې لیدنو کې د مشرتابه د فرمان سره سم کم عمره او کل ږیري هلکان له نظامي لیکو بهر او له هغو مجاهدینو چې وېښتان یې دنبوي سنتو خلاف وه جدي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې خپل وېښتان اصلاح کړي.

ښاغلي حامد په یادو لیدنو کې مسؤلینو ته وویل:"د ټولنې د سمون مسؤلیت باید هغه چاته ورترغاړې شي چې خپله هم منظم وي او د ځان اصلاح ته یې لومړیتوب ورکړی وي."

هغه دغه راز له نظامي لیکو څخه دکم عمره او بې ږیرې هلکانو دایستولو پر مهال کم عمره هلکانو ته سپارښتنه وکړه چې اوس دې خپلو درسونو ته ادامه ورکړي او هم یې له کل ږیروغوښتنه وکړه چې لومړی خپل سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او بیا دې د دې ملت د خدمت جوګه شي.

د یادولو وړ ده چې د دیادو حوزو مسؤلینو د امربالمعروف وزارت له لوري د فرمانونو د پلي کولو په مورد له عملي اقدام خوښي څرګنده کړه او یاد هیئت ته یې ډاډ ورکړ چې د دوهم ځل نظارت پر مهال به د داسي منکراتو شاهدان وا نه وسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

BACK TO NEWS