محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
whatsapp_image_2026-10-20_at_2.45.57_pm.jpeg

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلابېلو ناستو کې چې موخه یې په امارتي او ملکي ادارو کې د وزارت د قانون تطبیق، د معروفاتو اقامه ، منکراتو مخنیوی او د خپلو کړنو په شرعي توګه  تر سره کول، له مسؤلینو وغوښتنل چې خپلې ورځنۍ کړنې د قانون په اساس تر سره کړي او په دې برخه کې د غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې محتسبین په ټول هېواد کې له ځایي خلکو، امارتي مسؤلینو او د ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق، معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او په دې برخه کې له محتسبینو سره د همکارۍ په موخه ناستې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

محتسبینو په اتو ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو سره د قانون د تطبیق په موخه ناستې وکړې

 محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په جوزجان، بلخ، بغلان، زابل، میدان وردګ، تخار او بامیان ولایتونو کې د امارتي او ملکي ادارو له مسؤلینو د سره د امربالمعروف وزارت د قانون د تطبیق او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۴
Background image

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د اولې حوزې له ګذر وکیلانو او دیني عالمانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د امربالمعروف وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو په لړ کې د اولې امنیتي حوزې له ګذر وکیلانو، دیني عالمانو او مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۹:۴
Background image

د امربالمعروف وزارت اړوند د نظامي معینیت مسؤلینو د هېواد مشرقي زون له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د نظامي معینیت اړوند په نظامي برخه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو ازالې ریاست مسؤلینو او نظامي محتسبینو د هېواد مشرقي زون څلورو. . .

BACK TO NEWS