د ولایتی کړنو راپور
محتسبین: د حجاب رعایتول د مېرمنو وقار او درنښت ساتي
سه شنبه، ذوالقعده۱۷، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې، برکي برک، محمد اغې او خوښي ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د یادو ولسوالیو له اوسېدونکو سره د حجاب په تړاو په جوړو شویو ناستو کې هغوی ته وویل: د حجاب رعایتول په ټولنه کې د ښځو وقار او درنښت ساتي او د الهي امر پر ځای کول دي؛ نه د محتسبینو شخصي غوښتنه.
محتسبینو وویل، حجاب الهي امر دی چې رعایتول یې په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او دا د یوې میرمنې د وقار او درنښت نښه ده.
محتسبینو په ټولنه کې د امربالمعروف د کړنو په تړاو د سیمې خلکو ته په خطاب کې وویل، زموږ هره کړنه د الهي احکامو او د مشرتابه د حکم پر اساس تر سره کېږي چې پلي کول یې د نظام اساسي غوښتنه ده څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده؛ چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې د امربالمعروف محتسبین له خلکو سره اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په سیمه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین: د دیني مدارسو او ښوونځیو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
یکشنبه، ذوالقعده۱۵، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولایت د ښوونځیو او کورسونو له مسؤلینو سره په اصلاحي او په دې برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته وویل: د دیني مدارسو او ښوونځیو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
محتسبینو وویل، دیني مدارس او د عصري علومو مرکزونه د یوې سکې دوه مخونه دي چې باید رامنځته شوی واتن له منځه یو وړل شي څو په ګډه د دین او هیواد د پر مختګ له پاره کار وکړو.
هغوی په همدې تړاو د ښوونځیو له مسؤلینو وغوښتل چې د شاګردانو او د د یني مدارسو له طالبانو سره د فکري او عقیدوي درسونو او د علمي سیالیو ضمینه برابره کړي، څو په یادو ځایونو کې رامنځته شوی واټن ختم او راتلونکی نسل له الهي احکامو خبر او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د ښوونځیو سر ښوونکو او ښوونکو د محتسبینو کړنې وستایلې او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.
د پکتیا ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له والي سره وکتل
یکشنبه، ذوالقعده۱۵، ۱۴۴۴
د پکتیا د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو رئیس مولوي سیدجمال جمالي د یاد ولایت له والي محمد خان دعوت، امینه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص او د نظامې محکمې له رئیس شیخ عبدالهادي همت سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په دولتي ادارو او سیمه کې د منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو په پلې کېدو کې ور سره مرسته وکړي.
دا ناسته چې موخه یې په دولتي ادارو او سیمه کې د منکراتو مخنیوی وه د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، د منکراتو له منځه وړل او ولس ته خدمت کول مو شریک مسؤلیت دی څو په ګډه وکړو او ولس او نظام ته ریښتونی خدمت وړاندې کړو.
ښاغلي جمالي په ځانګړې توګه د یاد ولایت امنیه قومندان څخه وغوښتل چې په نظامي برخه کې د شته ستونزو مخه ونیسي او ویې ویل چې نظامي کسان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، د د اسې کارونو له کولو ځان وساتي چې د مجاهد وقار او درنښت پکې زیانمنېږي.
هغوی په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ستایلو وړ وبللې او په دې برخه کې یې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د یادولو ده چې د پکتیا ولایت له پاره د امربالمعروف نوي ټاکل شوي رئیس ښاغلي جمالي د یاد ولایت له ټولو نظامي مرکزونو د خپلو ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو په پار لیدنې پیل کړې چې دا به په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په مورد ګټور ګام وي.
مولوي شریف الدین نقره کار د خوست ولایت د امر بالمعروف د رئیس په توګه وګمارل شو
شنبه، ذوالقعده۱۳، ۱۴۴۴
په دې پار جوړې شوې ناسته چې پکې د یاد ولایت مرستیال والي مولوي نور الدین پرور په شمول د امربالمعروف وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني، د یاد ولایت د امربالمعروف مخکني رئیس مولوي سید جماالدین جمال او نورو ګڼو مسؤلینو شتون درلود د یاد ولایت د مرستیال والي له لوري ګډون والو ته ور وپېژندل شو.
ناستې ته د آمربالمعروف، نهي عن المنکر وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي شریف الله حقاني وویل، تغیر او تبدیل د حکومتدارۍ یو اصل دی، څو روانې چارې لا ښې تنظیم او پرمختګ ومومي.
هغه محتسبینو ته په خطاب کې وویل، له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلئ له ولس سره ډېر صمیمانه او نیک چلند وکړی او د هر ډول تاوتریخوالي او سختو الفاظو له استمعال ډډه وکړئ او زیاته یې کړه زمونږ او ستاسو دنده دا ده، چې د حکمت او بصیرت له لارې خلک له منکراتو منع او په نیکو امر کړو.
هغه په ځانګړي ډول پر محتسبینو غږ وکړ چې په دې برخه کې د وزارت له لوري د ورکړل شوې پالیسي پر اساس خپلې کړنې تر سره کړي او پر خلکو د خپلو شخصي له منلو ډډه وکړي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت له پاره نوي ټاکل شوي رئیس شېخ الحدیث مولوي شرف الدین نقراکار وویل، د آمر اطاعت واجب دی، د دغه امر پر بناء د مشرانو په لزوم دید مسؤلیت راسپارل شوی، څو د خپلو درنو همکارانو او دیني عالمانو په ملتیا پدې ولایت کې د منکراتو ختمونې او معروفاتو قایمولو لپاره کار وکړم.
د یادلو ده چې د خوست ولایت د امربالمعروف مخکنی رئیس مولوي سید جمال الدین جمال د پکتیا ولایت د امربالمعروف د رئیس په توګه وګمارل شو.
محتسبین: په ودونو او او نورو خوښیو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړئ
شنبه، ذوالقعده۱۳، ۱۴۴۴
د کابل شهري ریاست د لسمې، یوولسمې او د وولسمې حوزو محتسبینو له ځایي خلکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې موسیقي غږول یو ناروا عمل وباله او له هغوی یې وغوښتل چې په ودونو او نورو خوښیو کې یې له غږولو ډډه وکړي.
محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې چې موخه یې په سیمه کې د منکراتو مخنیوی او خلک د امربالمعروف له قوانینو خبرول وه د موسیقي په حرمت خبرې وکړې او د سیمې له خلکو یې وغوښتل چې په ودونو او نورو مجالسو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي څو الهي حکم پر او په ټولنه کې د دې منکر د خپرېدو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې محتسبینو د یادو حوزو له ملا امامانو وغوښتل چې خلکو ته د اسلامي نظام او حجاب پر اهمیت خبرې وکړي او هغوی ته د اسلام او عباداتو د لومړنیو احکامو د ور ښودلو په پار درسونه شروع کړي څو خلک له اسلامي احکامو خبر او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
چې هغوی په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو کړنې وستایلې او د شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدوژمنه یې وکړه.
محتسبین: د امربالمعروف مسؤلین هغه څه ته بلنه کوي چې الهي دین یې غوښتونکی دی
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: د امربالمعروف محتسبین هغه څه ته بلنه کوي چې الهي دین یې غوښتونکی دی، چې په دې سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي او خلک نیکې لارې ته را بلل کېږي.
محتسبینو وویل، د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام او د مشرتابه امر دی چې پلي کول یې زموږ مسؤلیت دی او زیاته یې کړه؛ محتسبین په ټولنه کې د هغه څه پلي کول غواړي چې د اسلام دین یې غوښتنه کوي.
هغوی په همدې تړاو د سیمې پر خلکو غږ وکړ چې د وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي چې هغوی ورته پّه دې برخه کې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
محتسبین: د ولس ستونزې له منځه وړل مو لومړنۍ هڅه ده
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف رئیس د منکراتو د مخنیوي او د معروفاتو د اقامې او د خلکو د ستونزو اورېدلو په پار په جوړه شوې ناسته کې ګډون والو ته وویل: د ولس ستونزې له منځه وړل او هغوی ته د ارام ژوند زمینه برابرول مو لومړنۍ هڅه ده څو له ولس سره شوې وعدې تر سره کړو او ریښتونی خدمت ورته وکړو.
دا ناسته چې پر دولتي مسؤلینو سر بېره ځایي خلکو هم شتون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل، لومړنۍ هڅه مو د معروفاتو اقامه او په ټولنه کې د منکراتو له منځه وړل او ولس ته ریښتونی خدمت وړاندې کول دي. موږ هڅه کوو له ولس سره کړې وعدې ریښتونې کړو او ریښتونی خدمت یې وکړو.
هغه همدا راز له دولتي مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو وغوښتل چې د منکراتو په مخنیوي او د بې ځایه راوجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي او پر ځان او ټولنه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
چې هغوی د امربالمعروف کړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د هر ډول مرسې ژمنه وکړه.
مولوي ناصح: په هیواد کې حاکم اسلامي نظام د بې شمیره قربانیو ثمره ده چې ساتل او خدمت ورته کول مو الهي مسئولیت دی
سه شنبه، ذوالقعده۳، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت مقام په جومات کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اخترمحمد منصور(رح) د شهادت د اووم تلین په مناسبت د قران کریم د ختم او د هغه د کړنو او امارت د شویو خدمتونو په پار جوړې شوې ناستې ته د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس په خبرو کې وویل: په هیواد کې حاکم اسلامي نظام د بې شمیره قربانیو ثمره ده چې ساتل او خدمت ورته کول مو الهي مسئولیت دی.
ناستې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح په خبرو کې د شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور(رح) په ایماندارۍ، رښتینولۍ، په ملکي او نظامي برخه کې د شویو خدمتونو او زړورتیا باندې هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، امیر المؤمنین شهید ملا اختر منصور(رح) د ځان په ټوټه او قرباني کولو سره وښودله چې د ا.ا.ا مشران په قول او عمل کې برابر دي .
نوموړي په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت د مشرانو، کشرانو مجاهدینو او ولسونو د قربانیو برکت وباله او له ټولو یې وغوښتل چې له بیت المال سره له خیانت کولو ډډه وکړي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي.
محتسبین: مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې پکې له ښځو سره مشابهت راغلی وي
چهار شنبه، شوال المکرم۲۷، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت امنیه قومنداني او استخباراتو ریاست له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې مشابهت یې له ښځو سره شوی وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د یادو ریاستونو ډېری مسؤلینو پکې شتون درلود محتسبینو وویل، مجاهدین باید د هغو کالیو له جوړولو ډډه وکړي چې له ښځو سره مشابهت پکې وي او د مجاهد وقار او درنښت زیانمنوي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي او سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي چې په وینا یې د مجاهد کړنې باید د ټولنې له پاره الګو وي څو نور خلک ترې عبرت واخلي او د نظام له خوا ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو مسؤلین د پلازمینې کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې پر نظامي او ملکي ادارو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په ملکي او نظامي ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د امربالمعروف مسؤلین: د وزارت له لوري د منکراتو دمخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین باید په پوره توګه پلي شي
یکشنبه، شوال المکرم۲۴، ۱۴۴۴
د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت د ازاله منکراتو ریاست د علمي بورډ غړو د کورنیو چارو وزارت اړوند بایومتریک عمومي ریاست، داخلي امنیت، ملي امنیت او د انټک تخنیک اوپراتیفي ریاستونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي
د وزارت له لوري په نظامي برخه او دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي او د شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي هیئت د یادو ریاستونو له مسؤلینو سره په ناسته کې وویل چې دولتي کارمندان باید سیرت او صورت د نبوي سنتو سره سم جوړ کړي، په بیت المال کې له خیانت څخه ځان وساتي او ورسپارل شوي مسؤلیتونه په سمه توګه سر ته ورسوي
د یادولو ده چې د وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هيئت پر نظامي ځایونو او دولتي ادارو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ورسره په نظامي ځایونو او ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د میدان وردګ د امربالمعروف رئیس د سید اباد ولسوالۍ له مسؤلینو او قومي مخورو سره وکتل
شنبه، شوال المکرم۲۲، ۱۴۴۴
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمدعالم ناصح د سیدآباد ولسوالۍ په مقام کې د ولسوالۍ له مسؤلینو، مجاهدینواوقومي مخورو سره په ناسته کې د منکراتو په مخنیوي، د معروفاتو په اقامه، مسؤلیتونو ته متوجه کېدو اود خپل ځان او تر لاس لاندې کسانو په شریعت جوړونې او د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې.
هغه وویل، د اسلامي امارت قیام چې دیو لوی جهادي بهیر او بې شمېره قربانیو ثمره ده، ساتل او خدمت کول یې الهي مسؤلیت دی چې موږ باید په پوره اخلاص کار ورته وکړو او ټاکل شوي قوانین یې په پوره توګه پلي کړو.
ښاغلي ناصح په همدې تړاو پر قومي مخورو او ځوانانو غږ وکړ چې په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د بې ځایه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي چې په وینا یې؛ د د ې کارونو تر سره کول یې الهي او ټولنیز مسؤلیت دی.
په ورته وخت کې یې د یادې ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو ستونزې یې له نیږدې واورېدې او هغوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.
محتسبین: د ټولنې لوستې طبقه باید د ټولنې له پاره الګو وي
دوشنبه، شوال المکرم۱۸، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د ځینو دولتي او خصوصي ښوونځیو له مسؤلینو او استادانو سره په ناسته کې هغوی ته وویل: راتلونکي نسل ته سالمه روزنه ورکول مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسوئ، څو د ټولنې لوستې طبقه د ټولنې له پاره الګو وي.
محتسبینو په دې ناسته کې له استادانو وغوښتل چې زده کوونکو ته د اسلامي او فکري درسونو لړۍ شروع کړي تر څو نوی نسل په اسلامي روحیه سمبال او د ټولنې له پاره الګو وي.
هغوی په همدې تړاو زیاته کړه: په تېر کې په نصاب کې شته ستونزو او فرهنګي بې بندوباري مو لوستي ځوانان له اسلامي او ملي ارزښتونو لري کړل چې اوس هغوی نیکې لارې ته رهبري کول او په تعلیمي بهیر کې د شته ستونزو له منځه وړل مو ګډ مسؤلیت دی، چې باید په پوره اخلاص سره یې سر ته ورسو.
په ورته وخت کې د لېسو استادانو او امرینو په یاد ولایت کې د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او هغوی ته یې د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د ارزګان د امربالمعروف رئیس: د منکراتو د مخنیوي په پار کړنې مو باید له ټاکل شوې پالیسي سره سمې وي
یکشنبه، شوال المکرم۱۷، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف د ریاست له لوري د یاد ولایت د ولسوالیو د امرینو د کارونو د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د مخنیوي په موخه په جوړه شوې ناسته کې د دې ولایت د امربالمعروف رئیس وویل: په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د خلکو نېکې لارې ته د رابللو له پاره باید له هغې تګلارې کار واخلو چې رهبري یې د کولو امر کړی وي او په دې برخه کې باید پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړو.
هغه وویل، د منکراتو له منځه وړل او خلک پر نیکیو امر کول الهي حکم دی؛ چې د دې کار د لا ښه تر سره کولو له پاره باید د رهبري له لوري ټاکل شوې تګلاره پر مخ یوسو او په دې برخه کې باید پر خلکو د خپلو شخصي غوښتنو له منلو ډډه وکړو، څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې یې د محتسبینو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
محتسبین: د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې مسؤلیت دی
شنبه، شوال المکرم۱۶، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: د وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي چې پلي کول یې زموږ او ستاسې الهي مسؤلیت دی.
د یادې ولسوالي ځایي اوسېدونکو ته د دې ولسوالۍ محتسبینو د یوې اصلاحي ناستې پر مهال وویل، د امربالمعروف محتسبین هڅه کوي څو د هغو کړنو مخه ونیسي چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی.
دغه راز هغوی وویل، د وزارت له لوري په ټولنه او نظام کې دمنکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین الهي احکام دي نه د مسؤلینو شخصي غوښتنې چې پلي کول یې زموږ او ستاسې الهي مسؤلیت دی.
په ورته وخت کې محتسبینو ځایي خلکو ته د امربالمعروف پر ارزښت خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په ټولنه کې دشته منکراتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي؛ چې هغوی ورسره په یاده برخه کې د پوره همکاري ژمنه وکړه.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
چهارشنبه، شوال المکرم۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دیادې ولسوالۍ په بېلا بېلو مسجدونو کې په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د سیمې ډېری ځایي اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مخورو شتون درلود؛ دیني عالمانو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله او هم یې له خلکو وغوښتل چې، په دې برخه کې د مسؤلینو مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
هغوی همدا راز وویل، چې له دولتي مسؤلینو او عامو خلکو څخه د شکایت درلودلو په صورت کې کولی شي د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدلو څانګې ته خپل شکایتونه د حل په موخه ثبت کړي، چې د دې برخې مسؤلین شپه ورځ د خپلو هیواد والو په خدمت کې دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست څانګې لري چې اوسېدونکي کولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
چهارشنبه، شوال المکرم۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دیادې ولسوالۍ په بېلا بېلو مسجدونو کې په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې دیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د سیمې ډېری ځایي اوسېدونکو، دیني عالمانو او قومي مخورو شتون درلود؛ دیني عالمانو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله او هم یې له خلکو وغوښتل چې، په دې برخه کې د مسؤلینو مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
هغوی همدا راز وویل، چې له دولتي مسؤلینو او عامو خلکو څخه د شکایت درلودلو په صورت کې کولی شي د یاد وزارت د شکایتونو د اورېدلو څانګې ته خپل شکایتونه د حل په موخه ثبت کړي، چې د دې برخې مسؤلین شپه ورځ د خپلو هیواد والو په خدمت کې دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست څانګې لري چې اوسېدونکي کولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
محتسبین: استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د یوویشتمې حوزې دامربالمعروف محتسبینو د یادې حوزې اړوند د ځینو ښوونځیو له استادانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
په دې ناسته کې چې د بېلابېلو لېسو مدیرانو او استادانو شتون درلود محتسبینو له هغوی د وزارت د حکم پر اساس وغوښتل چې استادان او شاګردان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
دغه راز محتسبینو په دې برخه کې د هغوی ستونزې واورېدې او تر مسؤلو چارواکو یې د حل په موخه د رسولو ډاډ ورکړ.
همدا رنګه د یادو لېسو مسؤلینو هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د پکتیا د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس سره وکتل
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د پکتیا ولایت، د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اوریدلو رئیس د یاد ولایت د عامي روعتیا، له رئیس سره په ناسته کې له هغوی وغوښتل ؛چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شته روغتونونو له مسؤلینو وغواړي څو د روغتونونو په داخل کې د ښځینه او نارینه ډاکټرانو او کارمندانو کاري ساحه جلا او د شته منکراتو مخه ونیسي.
په دې مشورتي ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس شریف الدین نقره کار د پکتیا ولایت د عامي روغتیا له رئیس صدرالدین عزام سره په ناسته کې د وزارت د حکم پر اساس له هغوی وغوښتل چې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شته روغتونونو ښځینه او نارینه ډکټرانو او کارمندانو له پاره جلا کاري ساحه برابره کړي چې په وینا یې څو د وزارت ټاکل شوي قوانین پر ځای او په دې برخه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي.
دغه راز د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي صدرالدین عزام د امربالمعروف رئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ او د امربالمعروف وزارت کړنې یې د ټولنې د خلاصون او رغښت لومړنۍ لار وبلله.
محتسبین: د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي قوانین الهي احکام او د مشر تابه امر دی
دوشنبه، شوال المکرم۱۰، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د چهار چینو او دهراود ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د د ې ولسوالیو له نظامي مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین الهي حکم او د مشرتابه امر دی چې باید په پوره توګه یې پلي کړو څو الهي حکم پر ځای او په نظامي لیکو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په دي بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د د ې ولسوالیو ډېری نظامي مسؤلینو پکې ګډون درلود محتسبینو وویل، د امربالمعروف محتسبین هڅه کوي چې د وزارت او مشرتابه له لوري په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي او په دې برخه کې د هغوی شته ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې له خلکو سره له نېک او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو د هیواد والو شته تونزې حل او د نظام ملاتړي و اوسي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت له لوري دهیواد په ټولو ولایتونو کې محتسبین پر نظامي ځاینو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ور سره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د اسلامي فکر خپرول مو الهي مسؤلیت دی
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له ځوانانو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د راتلونکي نسل سالم راتلونکی ستاسې په لاس کې دی نو په همدې اساس تاسې باید د اسلامي فکر په خپرولو او د منکراتو په مخنیوي کې له موږ سره مرسته وکړئ څو راتلونکی نسل په اسلامي روحیه سمبال او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دا اصلاحي ناسته چې د سیمې ډېری ځوانانو پکې ګډون درلود محتسبینو وویل: په ټولنه کې امربالمعروف، نهی عن المنکر د هر مؤمن اسلامي وجیبه ده چې باید تر سره یې کړي نو په همدې اساس تاسې ځوانان مسؤلیت لرئ چې له محتسبینو سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي او د اسلامي فکر په خپرولو کې مرسته وکړئ.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په تعلیمي مراکزو کې د ځوانانو له پاره د فکري درسونو او فکري رغښت په موخه د فکري درسونو لړۍ شروع کړي څو مو ځوان نسل په اسلامي روحیه سمبال او د پردیو فکرونو له ضرر څخه خبروي.
د یادولو ده چې د سیمې ځوانانو په ټولنه کې د امربالمعروف د محتسبینو کړنې وستایلې او هغوی ته یې په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د خوست محتسبین: له زندانیانو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له زندان څخه په لیدنه کې د یاد زندان له مسؤلینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو په راتلونکي کې شوي جرمونه بیا تکرار نه کړي او ټولنه له شته ستونزو وژغورل شي.
په دې لیدنه کې چې د امربالمعروف د محتسیبنو سر بېره د یاد ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي جمال الدین جمالي د زندان له مسؤ لینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي.
هغه همدا راز د زندان د ارشاد دعوت له مسؤلینو وغوښتنل چې زندانیانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي تر څو د منکراتو له تر سره کولو خان وساتي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې یاد هیئت دغه راز له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او هغوی ته یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
محتسبین:د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول مو مسؤلیت دی
شنبه،رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د دې ولایت د امنیه قومندانۍ له مسؤلینو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو پلي کول مو مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو.
په دې اصلاحي لیدنه کې د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبینو د امنیه قومنداني له مسؤلینو سره په ناسته کې لومړی هغوی ته د منکراتو د مخنیوي په پار د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین واورول او په همدې اساس یې له هغوی وغوښتل چې پخپلو کارمندانو ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي.
دغه راز یې له هغوی وغوښتل چې په نظامي لیکو کې د کم عمره، کل ږیرو او د تېرې ادارې د نظامي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه حکم پر ځای او د شته منکراتو مخه ونیول شي او زیاته یې کړه چې د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړلی شي.
د خوست محتسبین: له زندانیانو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
شنبه، رمضان المبارک۲۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت له زندان څخه په لیدنه کې د یاد زندان له مسؤلینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو په راتلونکي کې شوي جرمونه بیا تکرار نه کړي او ټولنه له شته ستونزو وژغورل شي.
په دې لیدنه کې چې د امربالمعروف د محتسیبنو سر بېره د یاد ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي جمال الدین جمالي د زندان له مسؤ لینو د مشرتابه د حکم پر اساس وغوښتل چې له مجرمینو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي.
هغه همدا راز د زندان د ارشاد دعوت له مسؤلینو وغوښتنل چې زندانیانو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي تر څو د منکراتو له تر سره کولو خان وساتي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې یاد هیئت دغه راز له زندانیانو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او هغوی ته یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د کابل شهري ریاست محتسبینود ټاکل شویو قوانینو د څارنې په موخه له ځینو روغتونونو لیدنه وکړه
پنج شنبه، رمضان المبارک۲۲، ۱۴۴۴
د پلازمینې کابل شهري ریاست د امربالمعروف محتسبینو د یوولسمې،دوولسمې او دیارلسمې حوزو له ځینو روغتنونو د امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو د نظارت او څارنې په موخه لیدنه وکړه.
محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې د روغتونونو له مسؤلینو وغوښتل چې په دې برخه کې دامربالمعورف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي، پخپلو ښځینه کارمندانو حجاب رعایت کړي د کار او تګ راتګ ساحه یې باید جلا وي څو د شته منکراتو مخه ونیول شي او هیواد والو ته ریښتونی خدمت وړاندي شي.
په ورته وخت کې محتسبینو د ناروغانو څخه په لیدنه کې د هغوی ستونزې واورېدې او تر مسؤلو چارواکو یې د حل په موخه د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د یاد ریاست محتسبین د کابل ښار د ټولو برخو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې کوي چې ورسره د منکراتو په مخنیوي او د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو په پلي کېدو کې د پام وړ بدلون راغلی.
مولوي ناصح: تر خلکو د الهي احکامو رسول او د منکراتو مخه نیول مو الهي مسؤلیت دی
پنج شنبه، رمضان المبارک۲۲، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د جلرېز ولسوالۍ له محتسبینو سره د کارونو د لا ښې چټکتیا په موخه په جوړه شوې مشورتي ناسته کې هغوی ته وویل: تر خلکو د الهي احکامو په سمه توګه رسول او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخه نیول مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو.
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولو ي محمد عالم ناصح د جلرېز ولسوالۍ د محتسبینو له خلکو سره د چلند او د کارونو د ارزونې په موخه په جوړه شوې ناسته کې محتسبینو ته په خطاب کې وویل:په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او د منکراتو له منځه وړل مو الهي مسؤلیت دی چې باید په سمه توګه یې سر ته ورسو څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې ښاغلي ناصح له خلکو سره په یوې ځانګړې ناسته کې هغوی ته وویل، امربالمعروف وزارت ستاسې د مشکلاتو د اورېدلو او تر مسؤلو چارواکو د رسولو له پاره د شکایتونو اورېدلو کمېسیون جوړ کړی چې دا کمېسیون د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې څانګې لري تر څو خلک په ازاد ډول وکولی شي خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
د یادولو ده چې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وخت پر وخت د محتسبینو د کړنو د ارزونې او د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه ولسوالیو ته سفرونه کوي چې ورسره د امربالمعروف فعالیتونه زیات شوي او د خلکو ستونزې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسول شوې دي .
د امربالمعروف وزارت د علمي بورډ غړو د پاسپورټ عمومي ریاست څخه لیدنه وکړه
چهار شنبه، رمضان المبارک۲۱، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست اړوند د علمي بورډ غړیو د پلازمینې کابل پاسپورټ عمومي ریاست څخه د ارزونې اود امر بالمعروف وزارت د قوانینو د تطبیق په موخه لیدنه وکړه او له مسؤلینو یې په جدي توګه غوښتنه وکړه چې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د وزارت له لوري ټاکل شوي هیئت د دې ریاست له ای ټي، ثبت نام ،او بایومترک مدیریتونو له مسؤلینو سره په ناسته کې هغوی ته وویل چې ورسپارل شوي مسؤلیتونه په پورته امانتداري سره سر ته ورسوي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وکړي.
دغه راز د هیئت غړو وویل چې د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتي چې د نظام په قوانینو کې پرې بندیز لګېدلی وي؛د رشوت له اخېستلو او د ناقانونه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او زیاته یې کړه چې د تخلف په صورت کې به متخلفین له دندو ګوښه کړلی شي.
د یادولو ده چې د یاد وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوی هیئت له دولتي ادارو د ارزونې په موخه لیدنې کوي چې ورسره په ادارو کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.
د دایکندي ولایت محتسبین؛ روږدتیا په فرد سربېره ټولنیز ژوند ګواښي
۱۴۴۴/۹/۱۹ دوشنبه
د دایکندي ولایت د امربالمعروف ریاست مسؤلینو او اړوند محتسبینو د دې ولایت د معتادینو له ۲۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه.
د دې ولایت محتسبینو په یاد شل بستریز روغتون کې له هغو روږدو کسانو سره وکتل چې د درملنې او یاد کرغیړن عمل څخه د پرهېز په موخه دلته راوړل شوي و.
محتسبینو معتادینو ته په خطاب کې وویل چې د نشه یي توکو استعمال د اسلام له نظره ناوړه عمل دی، ځکه چې نشه یي توکي په فرد سربېره ټولنې ته جدي او مهلک ګواښ دی. او هم یي له یادو معتادینو څخه وغوښتل څو له تداوي وروسته بیرته د یاد شوم عمل په طرف مایل نه شي.
دا راز محتسبینو د یاد روغتون له مسؤلینو وغوښتل څو خپله دا سپیڅلي دنده کما حقه ادا کړي او دلته هر اوسیدونکی معتاد د خپلې کورنۍ یو غړی وګڼي او په تداوي کې یې له بشپړ اخلاص څخه کار واخلي
محتسبین:په ورځنیو کړنو کې د هغه څه له تر سره کولو ځان وساتئ چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي
چهار شنبه،رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د باک، نادشاه کوټ، قلندر او اسماعیل خېلو ولسوالیو د امربالعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: هغه کارونه تر سره کړئ چې الله جل جلاله ورباندې امر کړي یاست او دهغو کړنو له تر سره کولو ډډه وکړئ چې ورڅخه منعه شوي یاست؛ ځکه د پخوانیو قومونو د هلاکت سبب همدا نافرماني او د ناوړه اعمالو تر سره کول وه.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو له ځایي خلکو وغوښتل چې په معاملاتو کې له خیانت او په کارونو کې له بې انصافي څخه ځان وساتي او خپلې ورځنۍ کړنې له الهي احکامو سره سمې تر سره کړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو هغوی ته وویل، د امربالمعروف، نهی عن المنکر په ټولنه کې تر سره کول او د ستونزو له منځه وړل الهي حکم دی چې باید تر سره یې کړو څو خلک د منکراتو له تر سره کولو ډډه وکړي او الهي احکام پلي شي.
د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره د قرأن کریم ټاکل شوي قوانین پلي کړئ
سه شنبه، رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د نرخ ولسوالۍ په مقام کې د قرآن کریم د ختم په مناسبت دجوړې شوې ناستې پر مهال مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره د قرأن کریم ټاکل شوي قوانین پلي کړئ، په احکامو یې عمل وکړئ او په سمه توګه یې تر خلکو ورسوئ او له هغوی یې وغوښتل چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وکړي.
ناستې ته چې د دې ولایت ډېری مسؤلینو پکې ګډون در لود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح په خبرو کې وویل: د قران کریم احکام مو د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره الګو وګرځوئ څو مو د قران کریم قدر کړی وي او ورځنۍ کړنو مو له الهي احکامو سره سمې تر سره کړې وي.
ښاغلي ناصح دغه راز د یادې ولسوالۍ محتسبینو ته په خطاب کې وویل چې خپلې کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شویې لایحې په اساس تر سره کړي او د لایحې خلاف کړنو له تر سره کولو دې ډډه وکړي.
محتسبین:لومړنۍ هڅه مو د الهي قوانینو پلي کول او د خلکو ستونزې له منځه وړل دي
سه شنبه، رمضان المبارک۱۴، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له ځایي اوسېدونکو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل: د الهي قوانینو پلي کول او په ټولنه کې د شته منکراتو له منځه وړل او د خلکو د ستونزو د حل په موخه اورېدل مو مسؤلیت دی.
دا اصلاحي ناستې چې موخه یې خلکو ته د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو اورول او په دې برخه کې د هغوی ستونزې اورېدل وه، محتسبینو وویل: لومړنۍ هڅه مو په ټولنه کې د الهي قوانینو پلي کول او د خلکو ستونزې دحل په موخه اورېدل او تر مسؤلو چارواکو رسول دي.
محتسبینو په همدې تړاو زیاته کړه، د خلکو د ستونزو د اورېدلو او تر مسؤلو چارواکو د رسولو له پاره د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست د هیواد په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې ریاستونه او امریتونه لري څو خلک په ازاد ډول وکولی شي چې خپل شکایتونه د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي.
محتسبین: امربالمعروف د ټولنې د اصلاح او د منکراتو د مخنیوي غوره لار ده
سه شنبه، رمضان المبارک۶، ۱۴۴۴
د پلاز مینې کابل شهري ریاست محتسبینو د پنځمې حوزې اړوند اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې د دعوت پر مهال هغوی ته وویل : امربالمعروف د ټولنې د اصلاح لومړنۍ او غوره لار ده چې نشتون یې په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو او بې عدالتۍ سبب ګرځي.
محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د امربالعروف وزارت له لوري د ټولنې د اصلاح او د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو له اورولو وروسته هغوی ته وویل: د امربالمعروف محتسبین په ټولنه کې د هغه څه پلي کېدل غواړي چې د اسلام د دین غوښتنه ده، چې په دې سره په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول کېږي چې نشتون یې د منکراتو د زیاتېدو او په ټولنه کې د بې عدالتۍ سبب ګرځي.
هغوی همدا رنګه له ځایي خلکو وغوښتل چې په ورځنیو کړنو کې له خیانت او بې انصافي څخه ځان وساتي او د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتي چې د اسلام دین یې د نه کولو امر کړی دی.
چې هغوی ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ او په ټولنه کې د محسبینو اصلاحي کړنې یې وستایلې .
په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه دنظامي امربالمعروف د مسؤلینو اصلاحي کړنې جریان لري
یک شنبه، رمضان المبارک۴، ۱۴۴۴
دامربالمعروف،نهی عن المنکراوشکایتونواورېدلو وزارت د ازاله منکراتوریاست اړوند د شکایتونو اورېدلو د علمي بورډ له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي او د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوي هیئت د استخباراتو د عمومي ریاست اړوند د اولسمې حوزې او د واکونیش عملیاتي کنډک له مسؤلینو سره اصلاحي ناسته تر سره کړه.
د وزارت د رهبري له لوري ټاکل شوي هیئت لومړی د دې نظامي ځایونو له مسؤلینو سره د هغوی په کار ځایونو کې د امر بالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي اصول واورول او له له هغوی د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د هیئت غړو وویل، د امربالمعروف وزارت د نظامي برخې مسؤلین د مشرتابه د حکم پر اساس خپلې کړنې تر سره کوي، نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس.
دغه راز یې د یادو نظامي ځایونو د د عوت ارشاد له مسؤلینو وغوښتل چې ټولو کارمندانو ته د اسلام و عباداتو لومړني احکام ور وښیي او د اسلامي نظام پر ارزښت او ساتلو خبرې ورته وکړي.
ټاکل شوي هیئت د لیدنې په پای کې د دې ځای د مسؤلینو ستونزې واورېدې او د حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د نظامي معینیت د مسؤلینوله لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه وخت پر وخت له نظامي ځایونو لیدنه کېږي چې ور سره په دې برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی
د امربالمعروف وزارت ورځني مهم خبرونه
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
ارزګان ولایت :
د ارزګان ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د مر کز په شمول د ځینو ولسوالیو له نظامي ځایونو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي: ولس زموږ کړنې تکراروي نو په همدې اساس موږ او تاسې باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې دنظام له ټاکل شویو قوانینو سره په ټکر کې وي.
لوګر ولایت:
د لوګر ولایت د مر کز پول عالم ښار محتسبینو ځایي دوکاندارانو ته د عوت پر مهال وویل: روژه د عبادتونو میاشت ده په دې میاشت کې عبادات، صدقې تر بل وخت زیات تر سره کړئ. او له هغوی یې وغوښتل چې د ښار والۍ د نرخ نامې سره سم خپل اجناس وپلورئ.
پلازمینه کابل:
د پلازمینې کابل سروبي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په یاده ولسوالي کې د دوو قومونو د خپل منځي شخړو د حل په موخه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: اسلام موږ ته د یووالي لارښوونه کوي او اتفاق ته مو رابولي او هر څوک چې په ټولنه کې نفاق خپروي د اسلام له ټاکل شویو قوانینو سرغړونه کوي.
پلازمینه کابل:
د پلاز مینې کابل د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت په کلکان ولسوالي کې ددې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري جوړې شوې اصلاحي ناستې ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د الهي قوانینو پلي کول دي.
محتسبین: ولس زموږ کړنې تکراروي؛ موږ باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې د نظام له قوانینو سره په ټکر کې وي
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د یاد ولایت د مر کز په شمول د ځینو ولسوالیو له نظامي ځایونو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي: ولس زموږ کړنې تکراروي نو په همدې اساس موږ او تاسې باید د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتو چې دنظام له ټاکل شویو قوانینو سره په ټکر کې وي.
محتسبینو په دې اصلاحي لیدنو کې نظامي مسؤلینو ته په خبرو کې وویل، زموږ او تاسې ټولې کړنې باید د امر بالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو سره سمې وي او دولتي کارمندان باید د ولس له پاره الګو وي څو په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي شي.
محتسبینو دغه راز له هغوی په جدي توګه وغوښتل چې په نظامي لیکو کې دې د کم عمره، کل ږیرو او د تېرې ادارې نظامي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي او خپل وېښتان دې د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
نظامي مسؤلینو د امربالمعروف محتسبینو ته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ور کړ او د دوی کړنې یې د نظام او ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د یادولو ده چې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د هیواد په ټولو نظامي ځایونو کې د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو قوانینو د عملي پلي کولو لړۍ جریات لري چې ورسره په نظامي برخه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی
محتسبین: روژه د عبادتونو میاشت ده په غفلت او د ګنا هونو په تر سره کولو یې مه تېروئ
شنبه، رمضان المبارک۳، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د مر کز پول عالم ښار محتسبینو ځایي دوکاندارانو ته د عوت پر مهال وویل: روژه د عبادتونو میاشت ده په دې میاشت کې عبادات، صدقې تر بل وخت زیات تر سره کړئ. او له هغوی یې وغوښتل چې د ښار والۍ د نرخ نامې سره سم خپل اجناس وپلورئ.
محتسبینو وویل، په ترازو کې له خیانت او په کارونو کې له بې انصافي څخه ځان وساتئ او ورځنۍ کړنې مو له الهي احکامو سره سمې تر سره کړئ څو په تجارتي برخه کې د شته ستونزو مخه ونیول شي.
هغوی همدا رنګه له ځایي دوکاندارانو وغوښتل چې اجناس د ښار والۍ له لوري د ټاکل شوې نرخ نامې سره سم وپلوري او تر تاریخ د تېرو اجناسو له پلورلو څخه ځان وساتي.
محتسبینو دغه راز د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو پر اساس له هغوی وغوښتل چې ځپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د لمانځه د ادا پر وخت له پېر و پلور څخه ډډه وکړي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ور کړ.
اسلام مو له خپل منځي دښمنیو منع کوي او د یو والي لارښوونه راته کوي
د پلازمینې کابل سروبي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په یاده ولسوالي کې د دوو قومونو د خپل منځي شخړو د حل په موخه جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: اسلام موږ ته د یووالي لارښوونه کوي او اتفاق ته مو رابولي او هر څوک چې په ټولنه کې نفاق خپروي د اسلام له ټاکل شویو قوانینو سرغړونه کوي.
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو او قومي مخورو په هڅو جوړې شوې ناستې ته د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، دا د شکر ځای دی چې د دې قومونو تر منځ د کلونو دښمني په دوستي بدلېږي او د اسلامي اصلو په پام کې نیولو سره خپله دښمني په دوستي بدلوي.
دغه راز په بدي کې ښکېلو اړخونو د امربالمعروف له محتسبینو او د قومي مخورو له هڅو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکي کې به شوي جرمونه بیا نه تکراروي.
د یادولو ده ؛ چې په بدي کې ښکېلو اړخونو له څو کلونو را هیسي تقریبا تر شل زیات قتلونه کړي وه چې اوس د امربالمعروف د محتسبینو او قومي مخورو په هڅو دا څو کلنه بدي په دوستي بدله شوه.
د کابل د امربالمعروف رئیس: د محتسبینو لومړنۍ هڅه د وزارت او مشرتابه له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول دي
د پلاز مینې کابل د امربالمعروف رئیس د یاد ولایت په کلکان ولسوالي کې ددې ولسوالۍ د امربالمعروف د محتسبینو له لوري جوړې شوې اصلاحي ناستې ته په خبرو کې وویل: د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د الهي قوانینو پلي کول دي.
دا اصلاحي ناسته چې د امربالمعروف پر محتسبینو سر بېره د نورو دولتي ادارو مسؤلینو هم پکې ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس پخپلو خبرو کې و ویل، امربالمعروف، نهی عن المنکر الهي امر دی چې باید په ټولنه کې تر سره شي، چې په دې اساس د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو او د امربالمعروف وزارت له لوري دټاکل شویو قوانینو پلي کول او د خلکو نېکې لارې ته را بلل دي.
هغه همدا راز پخپلو خبرو کې وویل: زموږ کړنې د الهي قواننیو او د مشر تابه د حکم پر اساس مخته ځي نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس او زموږ اصلاحي کړنې به په ټولنه او نظام کې تر هغه دوام ولري څو مو د منکراتو کچه په تمامه مانا نه وي نیولې.
د دې اصلاحي ناستې په پای کې دولتي مسؤلینو او ځایي خلکو د امربالمعروف کړنې وستایلې او له هغوی سره یې په دې برخه کې د هر زار همکاري ژمنه وکړه.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
شعبان المعظم۲۸، ۱۴۴۴
د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو له لوري په جوړو شوو اصلاحي ناستو کې ځایي اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او د دې برخې له مسؤلینو سره یې مرسته الهي مسؤلیت وباله .
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې چې د دولتي مسؤلینو سر بېره دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون درلود ځایي خلکو د امربالمعروف د محتسبینو کړنې د ټولنې د اصلاح لومړنۍ لار یاده کړه او په ټولنه کې امربالمعروف او نهی عن المنکر یې خپل الهي مسؤلیت وباله.
په ورته وخت کې د امربالمعروف محتسبینو د سیمې له خلکو د مننې تر څنګ وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري اصلاحي ناستې جریان لري چې خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او لاسنیوی یې الهي مسؤلیت بولي.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظامي او ملکي ادارو کې باید د مشر تابه او امر بالمعروف وزارت احکام پلي شي
شعبان المعظم۲۸، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود او خاص ارزګان ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیو له نظامي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې د مشر تابه او د امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس باید ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په نظامي لیکو کې د کم عمره او بې ږیرې کسانو له ګمارنې څخه ډده وکړي.
په دې لیدنو کې محتسبینو دهغوی د کارونو د ارزونې تر څنګ له هغوی غوښتي چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي .
محتسبینو همدا راز هغوی ته ویلي چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او بې ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه او د دې وزارت احکام پلي او د منکراتو مخه نیول شوې وي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
محتسبین: د ورځنیو کړنو د تر سره کولو له پاره اسلامي قوانین په نظر کې ونیسئ
شنبه، شعبان المعظم۲۶، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت؛ د چهار چینو ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل: د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتئ چې، الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي ،څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي لیدنو کې، محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته دعوت پر مهال وویل، د اسلام مبارک دین د ژوند د چارو د تر سره کولو له پاره، قوانین ټاکلي موږ اړ یو چې د هغو اصلو په رڼا کې ورځنۍ چارې تر سره کړو او د هغو کارونو له تر سره کولو ځان وساتو چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي، څو الهي حکم پرځای او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز محتسبینو د سیمې له ملا امامانو وغوښتل ؛چې ځایي اوسېدونکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي او په ټولنه کې ور سره د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
چې هغوی ورته په دې برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
محتسبین: ورځني کارونه مو له الهي قوانینو سره سم تر سره کړئ
چهار شنبه، شعبان المعظم۲۲، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د جلرېز، جغتو او چک ولسوالیو د امربالمعروف مسؤلینو د سیمې خلکو ته د عوت پر مهال وویل: ورځنۍ کړنې مو د الهي قوانینو سره سمې تر سره کړئ، له بې اتفاقي څخه ځان وساتئ او له ګاونډي سره هغسې چلند وکړئ لکه څرنګه چې یې د اسلام مبارک دین لارښوونه کړې تر څو الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د بې اتفاقي او شته منکراتو مخه نیول شوې وي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې ځایي اوسېدونکو ته د امربالمعروف محتسبینو وویل، له بې اتفاقي څخه ځان وساتئ او په ورځنیو کړنو کې یو د بل مرسته وکړئ څو دا الهي حکم پر ځای او په ټولنه کې د بې اتفاقۍ مخه نیول شوې وي.
هغوی وویل، ګاونډی مو پر تاسې حق لري چې د ژوند د ټولو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړئ ځکه چې دا د اسلام د مبارک دین لارښوونه ده چې باید پلې شي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکبل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
چې ځایي اوسېدونکو ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
مولوي ناصح:د شل کلنو نیمګړتیاو پوره کول او هیواد والو ته ریښتونی خدمت مو مسؤلیت دی
سه شنبه، شعبان المعظم۲۱، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین د پیل پر مهال په خبرو کې وویل؛د شل کلنو نیګړتیاوو تکمیلول او په هره برخه کې هیواد والو ته ریښتونوی خدمنت وړندې کول مو مسؤلیت دی چې باید په پوره توګه یې سر ته ورسو.
د زینتي نیالګیو د کېنولو په دې ملي کمپاین کې چې د میدان وردګ ولایت د ډېری نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو پکې ګدون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس پخپلو خبرو کې وویل: موږ او تاسې باید د شل کلنو نیمګړتیاو د پوره کولو هڅه وکړو، هیواد والو ته ریښتونی خدمت مو مسؤلیت دی او په تېر شل کلن اشغال کې چې هیواد والو څه له لاسه ورکړي ترې برخمن کړو څو هیواد وال په امن او سو کالۍ کې ژوند وکړي.
هغه همدا راز د نیالګیو پر ګټو خبرې وکړې او د ښار والۍ له مسؤلینو یې وغوښتل چې د ښار پاکوالي او د نیالګیو ساتنې ته پوره توجه وکړي.
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د لوړ ولور پر اخیستلو بندیز لګولی
سه شنبه، شعبان المعظم۲۱، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف محتسبینو د مرکز اتون په شمول د نادر شاه کوټ، سپېرې، قلندر او موسی خېلو ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو ځایي خلکو ته د عوت پر مهال وویل: په ودونو او نورو خوښیو کې د جاهلیت د دودونو له تر سره کولو او د لوړ ولور له اخیستلو څخه ځان وساتئ څو مو ورځنۍ کړنې له شرعي احکامو سره سمې او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو وویل، د ناوړه رواجونو تر سره کول او د لوړ ولور اخیستل په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو سبب ګرځي نو په همدې اساس موږ او تاسې الهي مسؤلیت لرو چې په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسو او خپلې ورځنۍ چارې د شریعت له اصولو سره سمې تر سره کړو.
په همدې تړاو د امربالمعروف محتسبینو د سیمې قومي مخورو ته په خطاب کې وویل چې د لوړ ولور پر اخیستلو، په ودونو او نورو خوښیو کې پر بې ځایه مصارفو او د ناوړه رواجونو په تر سره کولو بندیز ولګوي.
چې قومي مخورو ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو سپارښتونو پلي کېدل یې د ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د امربالمعروف محتسبین: د هغو کړنو له تر سره کولو ځان وساتئ چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی وي
دوشنبه، شعبان المعظم۲۰، ۱۴۴۴
د قندهار ولایتد دامان، سپین بولدک، او معروف ولسوالیو د امربالمعروف محتسبینو ځایي اوسېدونکو ته د عوت پر مهال وویل، د الهي قوانینو پلي کول مو په دنیوي ژوند کې د کامیابي لومړنۍ لار ده، په ورځنیي ژوند کې هغه څه تر سره کړئ چې الله جل جلاله یې د کولو امر کړی وي.
د دې ولسوالیو محتسبینو له ځایي اوسېدونکو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې په معملاتو کې له بې انصافي، په امانت کې له خیانت کولو او نورو منکراتو له تر سره کولو ځان وساتي څو په ټولنه کې الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
هغوی په همدې تړاو زیاته کړه؛ الله جل جلاله په قران کریم کې د هغو قومونو د هلاکت یادونه کړې چې ورځنۍ چارې یې د الهي احکامو پر بنسټ نه تر سره کولې، نو په همدې اساس موږ ته لازمه ده چې هغه کړنې تر سره کړو چې الله جل جلاله یې د کولو امر کړی او له هغه څه نه ځان وساتو چې الله جل جلاله یې د نه کولو امر کړی دی.
دغه راز یې د سیمې له خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي چې په خبره یې، امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دیني مسؤلیت دی.
چې د سیمې خلکو ور سره په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاډ یې ورکړ
د ارزګان ولایت د امربالمعروف محتسبینو په سیمه کې د منکراتو د مخنوي او عامه ذهنیت جوړونې په پار روزنیز سمینار پیل کړ
دوشنبه، شعبان المعظم۲۰، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف مسؤلینو؛ د یاد ولایت د مرکز په شمول په ټولو ولسوالیو کې د امربالمعروف د قوانینو د ابلاغ او د عامه ذهنیت جوړونې په پار، څو ورځني روزینر سمینارونه پیل کړل؛چې له دې کاره یې موخه په سیمه کې د امربالمعروف د قوانینو ابلاغ او د منکراتو مخه نیول دي.
د دې روزنیزو سمینارونو، د پیل کېدو په تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس په یوې لویې ناسته کې وویل؛ چې له دې کاره یې موخه د سیمې خلکو ته، د اسلام او عباداتو لومړني احکام ورښودل او د امربالمعروف وزارت له لوري په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه، د ټاکل شویو قوانینو پلي کول دي.
هغوی په همدې تړاو زیاتوي چې، په دې اصلاحي او روزنیز پرګرام کې به، د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د شرعي احکامو د ورښودلو تر څنګ ، ځوانانو ته د فکري جوړښت په موخه د فکري درسونو لړۍ هم دوام ولري څو د ټولنې ځوان قشر د پردیو افکارو له ضرر نه خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي.
د یادولو ده چې؛ د سیمې خلک د یلاد ولایت د مربالمعروف د محتسبینو له دې کاره خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او جوړښت غوره لار بولي.
محتسبین: ولس زموږ کړنې تکراروي پر موږ لازمه ده چې د مشرتابه له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړو
شنبه، شعبان المعظم۱۱، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د د ې ولایت د باک، صبریو، موسی خېلو او قلندر ولسوالیو له نظامي ځاینو څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته په خبرو کې و ویل: ولسونه زموږ کړنې تکراروي؛نو لازمه ده چې زموږ کړنې د نظام او امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو سره سمې وي.
محتسبینو په دې لیدنو کې د یادو نظامي ارګانونو له مسؤلینو سره په بېلابېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، ولس زموږ کړنې تکراروي نو دولتي کارمندان باید ولس ته الګو وي او د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره ټوګه پلي کړي څو په ټولنه کې عدل حاکم وي او د شته منکراتو مخه نیول شوې وي.
دغه راز محتسبینو له هغوی وغوښتل چې په بیت المال کې له خیانت څخه ځان وساتي او له ولس سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو ولس راضي او شته ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وشي.
مولوي ناصح:ستاسې په علم کې د ملت حق دی له هغه ټولنه برخمنه کړئ او د منکراتو مخه ونیسئ
شنبه، شعبان المعظم ۱۱، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس د سید اباد ولسوالۍ د باغک د تعلیم القران دیني مدرسې د دیني عالمانو او حافظانو د دستار تړلو په مناسبت جوړي شوې جلسې ته په خبرو کې وویل: ستاسې په علم کې د ملت حق دی له هغه ټولنه برخمنه کړئ او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسئ.
دا جلسه چې د سیمې د دیني علمانو سر بېره پکې دولتي مسؤلینو ګډون درلود د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح فارغ شویو دیني عالمانو او حافظانو ته په خبرو کې وویل، ستاسې په علم کې ملت حق لري څو له زده کړي علم څخه ټولنه برخمنه کړئ او د شته منکراتو مخه ونیسئ او پر الهي احکام یې خبر کړئ.
هغه په همدې تړاو زیاته کړه، د ټولنې جوړښت او له نظام څخه دفاع ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړئ څو مسؤلین او عام وګړي د مشرانو اطاعت وکړي او د رهبري له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
ښاغلي ناصح همدا رنګه د ناستې په پای کې د منکراتو مخنیوی او پر معروفاتو امر د ټولو مسؤلیت وباله او له راغلیو دولتي مسؤلینو یې وغوښتل چې ماتحت افرادو باندې د رهبري او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي کړي او د سیمې وګړي یې د نظام او دیني مدارسو سره همکاري ته وهڅول چې هغوی ورته د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدلو ډاډ ورک.
محتسبین: نوي نسل ته د علمي روزنې تر څنګ اخلاقي روزنه ورکول د استادانو او دیني عالمانو مسؤلیت دی
پنج شنبه، شعبان المعظم۹، ۱۴۴۴
د پلازمېنې کابل شهري ریاست، د امربالمعروف محتسبینو د یوولسمې، دوولسمې او د یارلسمې حوزو اړوند شخصي کورسونو او پوهنتونونو مسؤلینو سره د بېلا بېلو ناستو پر مهال له هغوی وغوښتل چې شاګردانو او محصلینو ته د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړي او هغوی د دیني او فکري کتابونو مطالعې ته وهڅوي څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او پر اسلامي روحیه وروزل شي.
محتسبینو وویل، د نوي نسل په اسلامي روزنه روزل او د علمي روزنې تر څنګ هغوی ته اخلاقي روزنه ورکول زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید پوره پاملرنه ورته وکړو څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
هغوی استادانو ته په خطاب کې وویل، په فزیکي ډول اشغال پای ته رسېدلی خو د فکري اشغال اثار اوس هم زموږ په ټولنه کې لیدل کېږي چې د دې بد حالت مخه نیول ستاسې مسؤلیت دی چې د دې په مخنیوي کې موږ ستاسو هر ډول مرستې ته ژمن یو.
دغه راز د یادو کورسونو او پوهنتونو استادانو د محتسبینو له کړنو خوښي وښوده او د یادو شویو سپارښتنو د پوره پلي کېدو ډاد ورکړ.
د خوست محتسبین؛ پخواني قومونه خپلو عملونو هلاک کړل!
چهارشنبه، شعبان المعظم۸، ۱۴۴۴
د خوست ولایت اړوند قلندر، باک او تڼیو ولسوالیو اړوند محتسبینو ځایي خلکو ته د دعوت پر مهال وویل: د هغه څه متابعت وکړئ چې الله جل جلاله ورباندې امر کړي یاست او له هغو کړنو ډډه وکړئ چې ورڅخه منعه شوي یاست؛ ځکه د پخوانیو قومونو د هلاکت سبب همدا نافرماني او د ناوړه اعمالو ارتکاب و.
د دې ولایت اړوند محتسبینو ځایي اوسیدونکو ته په ستونزو د صبر، تقدیر باندې راضي کیدل، معاملاتو کې انصاف، بې اتفاقي څخه ډډه کول، له خپل اهل سره نېک چلند او د الله جل جلاله د اوامرو په اطاعت کولو سره لازمې سپارښتنې وکړې.
همداراز یي ځایي اوسیدونکو ته په خطاب کې وویل چې د الله ج نافرماني مو د هلاک سبب کېږي؛ ځکه پخواني قومونو چې د الله ج نافرماني وکړه الله متعال ورباندې ډول ډول عذابونه نازل او هغوی یي ورباندې هلاک کړل.
دغه راز دوی له یادو خلکو وغوښتل چې د معروفاتو په اقامه او د منکراتو په مخنیوي کې یي لازمه همکاري وکړي؛ ځکه په وینا یي چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د هر مسلمان دیني وجیبه ده.
همدارنګه ځایي اوسیدونکو هم محتسبینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یي کړه چې دوی د یاد ولایت اړوند د امربالمعروف د مسؤلینو او محتسبینو له نېک چلند څخه زیات خوښ دي.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
ناستې ته د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه پر معروفاتو امر او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس د شکایتونو اورېدلو مسؤلین هڅه کوي چې په ټولنه کې د شته جرمونو مخه ونیسي.
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ نوې قضیې د حل تر بریده رسولې چې په دې تېرو دریو ربعو کې یې شمېر تر دوه نیمو زرو(۲۵۰۰) څخه اوړي.
د یادولو ده چې ولسي خلک د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او رغښت غوره لار بولي.
د امربالمعروف وزارت ورځني مهم خبرونه
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
وردګ:
د میدان وردګ ولایت؛ په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دولتي چارواکو او رسنیو تر منځ، معلوماتو ته د لاسرسي او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په پار جوړه شوې مشورتي ناسته کې، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل؛ رسنۍ د منابرو حیثیت لري او خپلې کړنې باید د اسلامي احکامو او د نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې پر مخ بوځي .
بلخ:
د بلخ ولایت، د هدادي ولسوالۍ، د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
لوګر:
د لوګر ولایت د امربالمعروف محتسبینو، د مر کز پول عالم ښار له هټۍ والو سره په لیدنه کې له هغوی وغوښتل، چې دوی خپل لمنځونه په جماعت سره ادا کړي، سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او د ښار د سلمانیو له مسؤلینو یې وغوښتل چې په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړي څو د امربالمعروف قوانین پلي او د منکراتو مخه ونیول شي.
زابل:
زابل کې د امربالمعروف محتسبینو، د سیمې له دیني عالمانو سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل؛ چې خلکو ته د اسلامي نظام پر اهمیت وکړي،د عباداتو لومړنی احکام ور وښیي او د ځوان نسل د فکري سمون په موخه په تعلیمي مراکزو کې فکري درسونه شروع کړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبین:د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین مو ستونزي اوري اود حل په مخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي
دوشنبه، شعبان المعظم۶، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د هدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د سیمي له خلکو سره په ناسته کې هغوی ته وویل :د امربالمعروف وزارت د شکایتونو او رېدلو مسؤلین مو ستونزي اوري او د حل په موخه یې تر مسؤلو چارواکو رسوي.
ناستې ته د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه پر معروفاتو امر او د منکراتو مخنیوی دی، نو په همدې اساس د شکایتونو اورېدلو مسؤلین هڅه کوي چې په ټولنه کې د شته جرمونو مخه ونیسي.
په دې تړاو د دې برخې مسؤلین ادعا کوي چې تر اوسه یې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د تېر دولت او اوسنۍ نوې قضیې د حل تر بریده رسولې چې په دې تېرو دریو ربعو کې یې شمېر تر دوه نیمو زرو(۲۵۰۰) څخه اوړي.
د یادولو ده چې ولسي خلک د امربالمعروف وزارت له کړنو خوښي ښیي او دا د ټولنې د سمون او رغښت غوره لار بولي.
د امربالمعروف رئیس: رسنۍ د منابرو حیثیت لري او دا باید د اسلامي احکامو او د نظام د پرمختګونو رسا غږ وي
شنبه، شعبان المعظم۴، ۱۴۴۴
د میدان وردګو ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دولتي چارواکو او رسنیو تر منځ معلوماتو ته د لاسرسي او د ژورنالیستانو د خوندیتوب په پار جوړه شوې مشورتي ناسته کې د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس وویل؛ رسنۍ د منابرو حیثیت لري او خپلې کړنې باید د اسلامي احکامو او د نظام له ټاکل شوې پالیسۍ سره سمې پر مخ بوځي
دا ناسته چې موخه یې د رسنیو خوندي توب او له هغوی سره هر راز همکاري کول وه د یاد ولایت مقام په مشرۍ او اطلاعاتو فرهنګ رياست له لوري جوړه شوې وه چې پکې د د ولت او رسنیو تر منځ د همغږي په موخه څو کسیزه کمېټه جوړه شوه چې د دې کمېټې د غړیو مسؤلیت د رسنیو او دولت همغږي او د کارونو لا چټکتیا ده .
دامربالمعروف ریس مولوي محمدعالم «ناصح» درسنیوپر اهمیت خبرې وکړې اوویې ویل له رسنیو څخه باید د منابرو کار واخیستل شي او خپل ټول کارونه د نظام له پالیسي سره سم پر مخ بوځي او زیاته یې کړه :رسنۍ دنظام مهمه برخه اودنظام څلورمه قوه ده او دعامه ذهنیت په جوړولو کې باید رغنده اومثبته برخه واخلي.
په غونډه کې د اطلاعاتوامرنجیب الله «فکرمن» پخپلو خبرو کې و ویل ،اسلامي امارت داسلام مبین دین په رڼااوافغاني فرهنګ په چوکاټ کې دبیان ازادۍ ته ژمن دی او ویې ویل چې میدان وردګ کې د خبریالانوپروړاندې هیڅ ستونزه نشته کارونه داطلاعات اوفرهنګ ریاست سره په همغږۍ مخته وړي.
همدارنګه دامنیه قومندانۍ عقیدتي اوفرهنګي مسۇل اود استخباراتوریاست دمطبوعاتو د څار مسۇل رسنیوته پخپلو برخوکې دملاتړډاډ ورکړ.
ورپسې ګلاب الدین امیري د افغان خبريالانو دخوندیتوب کمیټې دمرکزي زون مسؤل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له کړنو مننه وکړه، او ویې ویل د یادې کمېټې په جوړېدو به د دولت او رسنیو تر منځ همغږي لا پیاوړې شي.
په پای کې اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ښاغلي مولوي حبیب الله مجاهد له رسنیو مننه وکړه، له ژورنالیستانو یې و غوښتل چې د اسلامي نظام له اصولو سره سم افغاني کلتور ته په کتو بې پرې نشرات وکړي.
لوګر د امربالمعروف رئیس د ملګرو ملتونو د یوناما د بشري حقوقو څانګي استازې سره وکتل.
۳/حوت/۱۴۰۱ ه ش
دلوګر ولایت دامربالمعروف رئیس مولوی حجت الله (صاحبزاده) د ملګرو ملتونو د یوناما دبشري حقوقو څانګي د افسرې کاترین تیروچ سره په خپل کاري دفتر کې وکتل .
په دې مخامخ لیدنه کې ټيروچ د یاد ولایت د امربالمعروف له رئیس څخه د مننې تر څنګ و ويل چې زموږ د ماموريت هدف له تاسي سره د خپل کار په اړه معلومات شريک کول او د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکايتونو اوريدلو ادارې په اصولو ځان خبرول دي تر څو د بشري حقوقو اړوند خدمتونو په اړه ښه تفاهم او همغږي رامنځته شي .
دغه راز اغلې تیروچ دافغانستان د اسلامي امارت اړوند زندانونو په ځانګړې توګه د ښځينه زندانيانو او شکایتونو اورېدلو ادارې په اړه معلومات وغوښتل .
د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس ښاغلي حجت الله صاحب زاده هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د پوښتنو په ځواب کې وويل؛ موږ د اسلام او اسلامي امارت په چوکاټ کي هر چا ته خپل حقوق ورکړي او ښځينه زندانيانو ته انساني او اسلامي حقوق ورکوو ، جلا ځايونه مو ورکړي او ټول ضرورتونه مو ورته پوره کړي دي او د شکایتونو اورېدلو اداره مو د ملت د مشکلاتو د حل لپاره جوړه کړې چي له شروع څخه تراوسه یې ډیر شکايتونه اورېدلي او حل کړي دي او کوم چې د دې ادارې اړوند نه وي هغه مو خپلو اړوندو ارګانونو ته استولي دي.
د د ې لیدنې په پای کې اغلې تیروچ د یاد ولایت د امربالمعروف څخه مننه وکړه او په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
محتسبین: بېځایه رواجونه او د لوړ ولور اخیستل؛ په ټولنه کې د منکراتو د پېښېدو لوی عامل دی
دوشنبه، رجب المرجب۲۹، ۱۴۴۴
د نیمروز ولایت ،د دلارام ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو، د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی غوښتي؛ چې په ودونو کې د زیاتو ولورونو له اخیستلو او د بې ځایه مصارفو او پردیو رواجونوله تر سره کولو ځان وساتي.
د امربالمعروف د محتسبینو له لوري دا جوړه شوې ناسته چې موخه یې په ټولنه کې د بې ځایه رواجونو او د لوړ ولور اخیستلو مخنیوی وه.
د امربالمعروف محتسبینو د ناستې ګدون والو دیني عالمانو او قومي مخورو ته په خطاب کې و ویل: په ټولنه کې د منکراتو د تر سره کېدو لوی عامل د لوړ ولور اخیستل او د پردیو رواجونو تر سره کېدل دي موږ او تاسې اړ یو چې د الهي احکامو او د امربالمعروف وزارت د قوانینو پر اساس د د ې منکراتو مخه ونیسو، څو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو همدا راز د سیمې له دیني عالمانو او قومي مخورو څخه وغوښتل؛ چې د د ې برخې له پاره اصول وضع کړي او د منبرونو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي څو په ټولنه کې د دې ناوړه کار مخه ونیول شي.
د یادولو ده ؛چې د سیمې اوسېدونکو د امربالمعروف وزارت له دې اقدامه خوښي وښوده او له محتسبینو یې د دې ټاکل شویو قوانینو د نظارت او څارنې غوښتنه وکړه او د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو په دې برخه کې د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
د امربالمعروف محتسبین الهي احکام په ټولنه کې پلي کوي او د منکراتو مخه نیسي
دوشنبه، رجب المرجب۲۹، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د قلندر ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په اصلاحي ناسته کې هغوی ته و ویل: امربالمعروف د اسلامي نظام مهمه برخه ده او د دې برخې د مسؤلینو لومړنۍ هڅه د الهي احکامو تر خلکو رسول او خلک نېکې لارې ته رابلل دي .
ناستې ته محتسبینو و ویل، د امربالمعروف د محتسبینو لومړنۍ هڅه د معروفاتو اقامه او د منکراتو له منځه وړل دي، موږ د مشرتابه او امربالمعروف وزارت د فرمانونو پر اساس کړنې تر سره کو.
دغه راز هغوی د امربالمعروف د قوانینو پر اساس له هغوی وغوښتل چې لمنځونه پر جماعت سره ادا کړي او له هغو ټولو منکراتو ځان وساتي چې د اسلام دین او د امربالمعروف وزارت مسؤلینو یې د پرېښودو امر کړی دی.
د ناستې په پای کې د ناستې ګډون والو د امربالمعروف له محتسبینو پر کړنو خوښي وښوده او په دې برخه کې یې له هغوی سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.
محتسبین: امربالمعروف الهي امر او د هر مسلمان مسؤلیت دی
شنبه، رجب المرجب۲۷، ۱۴۴۴
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو له خلکو سره په یوه اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: په ټولنه کې د هر منکر رواجېدل زموږ او ستاسې په تاوان دی چې باید مخه یې ونیسو د مشر تابه او امربالمعروف وزارت ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړو.
محتسبینو وویل، د امربالمعروف د مسؤلینو هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول و د معروفاتو اقامه ده نو په دې کې هر مؤمن اړ دی چې برخه واخلي او د منکراتو مخه ونیسي .
دغه راز محتسبینو د سیمې له خلکو وغوښتل چې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او د نورو منکراتو له تر سره کولو ځان وساتي څو الهي احکام پلي او د شته منکراتو مخه نیول شوې وي چې خلکو ورسره د یادو شویو قوانینو د پوره پلي ژمنه وکړه.
محتسبین: د زده کووکو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړئ
دوشنبه، رجب۲۲، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې، د د وهمې حوزې اړوند د کارته لګان او انور خان لېسو له استادانو او شاګردانو سره په دوو بېلابېلو اصلاحي ناستو کې له استادانو وغوښتل، چې د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړي او هغوی ته د فکري کتابونو د مطالعې او د فکري درسونو زمینه برابره کړي.
دا ناستې چې پکې د لېسو استادانو او شاګردانو ګډون درلود، محتسبینو استادانو ته په خطاب کې وویل، چې د شاګردانو د علمي روزنې تر څنګ د هغوی اخلاقي روزنه هم وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې د شاګردانو له پاره د فکري کتابونو د مطالعې او دفکري درسونو زمینه برابره کړي څو هغوی له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
دغه راز یې زده کوونکي زده کړو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د مشرتابه او امربالمعروف فرامین پلي او د منکراتو مخه ونیول شي.
مولوي معلم جان: په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې له حکمت او پوهې څخه کار واخلئ
دوشنبه،رجب۲۲، ۱۴۴۴
د پلازمېنې کابل شهري ریاست رئیس مولوي معلم جان مسلم د کابل ښار د ټولو حوزو له امرینو سره په مشورتي ناسته کې له هغوی وغوښتل چې په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې له حکمت او پوهې څخه کار واخلي او د هغو اصلو مطابق خپلې کړنې مخ ته بوځي چې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي دي.
دا ناسته چې د ټولو حوزو امرینو پکې ګډون درلود ښاغلي معلم جان وویل: د ټولنې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ څو الهي احکام په سم ډول تر خلکو ورسېږي او د شته منکراتو مخه ونیول شي.
دغه راز ښاغلي مسلم د محتسبینو له امرینو وغوښتل چې د وزارت له لوري د ورسپارل شویو مسؤلیتونو اړوند ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي چې هغوی ورته په دې برخه کې د ټاکل شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه وکړه.
هغه همدا راز په دې برخه کې د محتسبینو ستونزې واورېدې او هغوی ته یې د حل او تر مسؤلو چارواکو د رسولو ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظام او ټولنه کې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي اصول باید په پوره توګه پلي شي
شنبه، رجب۲۰، ۱۴۴۴
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ د برېښنا او ځینو نورو مدیریتونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په دې برخه کې د مشرتابه او وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
په دې بېلابېلو اصلاحي ناستو کې محتسبینو د یادو شویو ادارو له مسؤلینو وغوښتل چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، د نظام او امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي اصول په پوره توګه پلي کړي څو د مشرتابه امر پر ځای او په اداراتو کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې؛ د دې وزارت محتسبین او په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو مسؤلین وخت پر وخت پر خلکو ګرځي او په نظامي لیکو کې د وزارت او مشرتابه قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي چې ور سره په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی.
محتسبین:ولس ته د امربالمعروف د کړنو وضاحت ورکړئ، چې هغوی الهي احکام پلي کول غواړي؛ نه شخصي غوښتنې پر خلکو منل
یکشنبه، رجب۲۱، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو، د یادې ولسوالي د ځینو مسجدونو له ملا امامانو سره په مشورتي ناسته کې، په ټولنه کې د شته منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو پر اقامي خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې په مسجدونو کې دې اصلاحي درسونه شروع کړي.
دا لویه ناسته ؛چې د یادې ولسوالۍ د محتسبینو له لوري د بېلابېلو کلیو له ملا امامانو سره په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او د الهي احکامو د پلي کېدو په موخه جوړه شوې وه، پکې له ملا امامانو وغوښتل شول چې د امربالمعروف وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي څو الهي احکام پلي او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیول شي.
محتسبینو همدارنګه له ملا امامانو وغوښتل ؛چې خلکو ته د امربالمعروف وزارت پر کړنو او د اسلامي نظام پر اهمیت خبرې وکړي څو د ولس او نظام تر منځ واټن ختم او له نظام سره نوري همکاري ته هم ژمن و اوسي.
د امر بالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح د څلورم کنډک څخه د مشر تابه د حکم د پلي کېدو په موخه لیدنه وکړه.
نېټه :۱۴۴۴ ھ ق کال / ۱۶/ رجب
د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي محمد عالم (ناصح) په دغه ولایت کې مېشت د لومړۍ پلې لېوا اړوند څلورم کنډک له مجاهدينو سره په لیدنه کې له هغوی و غوښتل چې د ا.ا. د مشرتابه ټول فرامین او حکمونه عملي کړي، له خلکو سره ښه چلند وکړي، ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي څو د ولس په زړونو حکومت وکړي .
ښاغلي (ناصح) د ماښام له لمانځه وروسته مجاهدينو ته په خبرو کې وویل، کوم لباس؛ چې ستاسو پر تن دی ډېر مقدس لباس دی، خو له بده مرغه چې په تېر شل کلن تور دور کې د ولس په ذهن کې نفرین شوی تاسو باید په اسلامي اخلاقو د دغه یونیفورم جلال وساتئ تر څو د ولس مینه تر لاسه کړی.
د امر بالمعروف رئیس مجاهدينو ته وویل تاسو باید ځانونه داسې برابر کړئ چې، د محراب، ممبر او دفتر ریښتینی استازیتوب وکړي او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت ټاکل سوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
دغه راز د یاد کنډک مجاهدينو د رئیس له ورتګ خوښي څرګنده کړه او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
دولتي کارمندان باید ولس ته الګو وي
شنبه، رجب المرجب ۱۳، ۱۴۴۴
د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي ناصح د یاد ولایت د نظامي مسؤلینو له پاره په جوړه شوې اصلاحي ناسته کې هغوی ته وویل: ملت زموږ له صورت او سیرت څخه الهام اخلي، نو زموږ کړنې باید د ولس له پاره الګو وي.
دا ناسته چې د یاد ولایت ډېری نظامي مسؤلینو پکې ګډون درلود د دې ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي ناصح پخپلو خبرو کې و ويل، ملت زموږ له صورت او سیرت څخه الهام اخلي او هغه کړنې کوي چې چارواکي یې تر سره کوي نو په همدې اساس دولتي مسؤلین باید د ولس له پاره الګو وي .
ښاغلي ناصح همدا راز د ناستې ګډون والو ته په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه د امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین واورول او له هغوی یې د پوره پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د یادولو ده؛ چې د یاد وزارت د رهبري له لوري په نظامي برخه کې ټاکل شوی څو کسیز هیئت پر نظامي ځایونو ګرځي او ټاکل شوي قوانین پرې په عملي توګه پلي کوي؛چې د تخلف په صورت کې متخلفین له دندو ګوښه کېږي.
ولسي خلک د امربالمعروف له کړنو راضي دي او پر شویو سپارښتنو له مسؤلینو د ټینګار غوښتنه کوي
یکشنه، جمادی الثاني ۲۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادې ولسوالۍ له قومي مخورو سره د همغږي په پار په جوړه شوې ناسته کې له هغوی غوښتي چې د ټولنې په سمون او د ناوړه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي .
د یادې ولسوالۍ محتسبینو په دې ناسته کې چې د ځینو دولتي مسؤلینو په ګډون د سیمې دیني عالمانو، قومي مخورو پکې ګډون درلود ویلي چې: د ټولنې د سمون په موخه د یاد وزارت له لوري د وضع کړی شویو قوانینو په پلي کولو کې ورسره مرسته وکړي او هم یې له هغوی غوښتي چې په ټولنه کې د بېځایه رواجونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي.
هغوی په دې هکله زیاتوي چې زموږ موخه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او خلک نېکې لارې ته را بلل دي چې په دې کار کې موږ ستاسې مرستې ته اړتیا لرو څو وکولی شو په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو.
د یادولو ده چې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو او په دې برخه کې د همکاري ژمنه وکړه او دې د ټولنې د سمون غوره لار وبلله.
د امربالمعروف وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلټنې ریاست مسؤلینو ننګر هار ولایت ته سفر وکړ
پنجشنبه، جمادالثاني ۱۲، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو ریاست له لوري د خلکو د شکایتونو د حل په موخه ټاکل شوي څو کسیز هيئت چې مشري یې د دې وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلتنې رئیس مولوي فضل الرحمن مجددي پر غاړه وه د یو رسمي سفر پر مهال د ننګر هار ولایت له قومي مخورو ،دیني عالمانو سره په ناسته کې ویلي ( هیڅ دولتي او غیر دولتي کسان نه شي کولی چې د چا په حق کې تېری وکړي. د امربالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو د برخې مسؤلین هڅه کوي چې د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي او ستونزې یې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو ورسوي)
دا ناسته چې پکې د دې ولایت ګڼو دولتي مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مخورو شتون درلود د یاد وزارت د شکایتونو د تحلیل او پلتنې رئیس و ویل: د امربالمعروف د مسؤلینو لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او د خلکو ستونزې د حل په موخه تر مسؤلو چارواکو رسول دي او زیاته یې کړه موږ هیچا ته اجازه نه ورکو چې د چا په حق کې تېری وکړي .
په ورته وخت کې ځایي مسؤلینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د امر بالمعروف وزارت دا اقدام وستایه او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي او خلکو ته د ښه خدمت کولو غوره یې وبلله.
په ټولنه کې د منکراتو د لوړېدو لوی عامل د زیاتو ولورونو اخیستل دي چې؛ باید مخه یې ونیول شي!
پنجشنبه،جمادی الثاني۱۲، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف مسؤلینو، د دې ولایت له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د همغږي او او د بې ځایه رواجونو د ختمولو په پار په جوړه شوې ناسته کې هغوی ته ویلي ، په ټولنه کې د منکراتو د زیاتېدو او د ځوانانو په نا قانونه توګه بهر هیوادونو ته د تلوو لوی عامل، د لوړو ولورونو اخیستل او د بې ځایه رواجونو تر سره کول دي، چې مخه نیول یې د یني عالمانو او قومي مخورو مسؤلیت دی .
ناستې ته د یاد ولایت د امربالمعروف مسؤلینو پخپلو خبرو کې و ویل: پر دیني عالمانو او قومي مخورو لازمي ده چې د ټولنې په جوړښت او د منکراتو په له منخه وړلو کې له موږ سره مرسته وکړي .
محتسبینو همدا رنګه په ټولنه کې د منکراتو د لوړېدو او د ځوانانو په نا قانونه توګه بهر هیوادنو ته د تلوو لوی عامل د لوړو ولورونو اخیستل او په ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه مصارفو تر سره کول یاد کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دې برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي. چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو فرامینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلئ
یکشنبه، جمادی الثاني۸، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د ګېزاب ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالیۍ له ځینو نظامي ځاینو د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او له هغوی یې غوښتي چې ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د یادو شویو نظامي ځاینو له مسؤلینو سره په ناستو کې لومړی هغوی ته د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو اصولو له اورولو وروسته له هغوی غوښتي چې ور سپارل شوي مسؤلیتونه په پوره امانتداري سر ته ورسوي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي څو هغوی د نظام له لوري ټاکل شویو قوانینو څخه سر غړونې ته مجبور نه شي.
محتسبینو دغه راز له هغوی غوښتي چې د امربالمعروف وزارت له لوري وضع کړی شوي قوانین په نظر کې ونیسي سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي .
د نظام غوښتنې او د امربالمعروف د قوانینو پلي کول د نظام د پایښت سبب ګرځي
شنبه، جمادی الثاني ۷، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي ځایونو کې د منکراتو د مخنوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد پر غاړه د کابل پلچرخي (۳۱۳) مرکزي لېوا له مسؤلینو سره په تر تیب شوې ناسته کې هغوی ته وویل" د نظام غوښتنې او د امربالمعروف د قوانینو پلي کول د نظام د پایښت سبب ګرځي"
ناستې ته چې د لېوا رئیس ارکان(شیخ نقیب الله) او نور ګڼو مسؤلینو پکې ګډون در لود مولوي رازمحمد حامد وویل، که غواړو چې نظام مو پایښت وکړي نو لازمه ده چې د نظام غوښتنې او د امربالمعروف قوانین پر ځان او ټولنه په پوره توګه پلي کړو څو په نظام کې د منکراتو مخه ونیول شي او مسؤلین د ولس ریښتونی خدمت وکړي.
ښاغلي حامد همدا راز وویل: زموږ د لیدنو یوه موخه دا ده چې خپل ټاکل شوي قوانین تر مسؤلو چارواکو په سم ډول ور ورسو څو یې په پلي کولو کې ځنډ ونه کړي او د شته منکراتو مخه ونیول شي؛دښمن د تبلیغاتو له لارې غواړي د ولس او نظام تر منځ تفرقه را منځته کړي او زموږ ټاکلې پالیسي تر مسؤلینو او عامو وګړو په غلط ډول ور ورسوي.
هغه په همدې تړاو وویل، دامربالمعروف مسؤلین د چا توهین نه کوي بلکي پر ټولنه د الهي قوانینو پلي کول یې مسؤلیت دی.
ښاغلي حامد د خبرو په پای کې له مسؤلینو وغوښتل چې د بیت المال ساتنه وکړي او له بې ځایه استعمال څخه یېـډډه وکړي.
د ناستې په پای کې د لېوا رئیس ارکان شیخ نقیب الله د امربالمعروف وزارت له لوري راغلي استازي ته د ښه را غلاست تر څنګ په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د لېوا له مسؤلینو یې وغوښتل چې پخپلو کامندانو د وزارت له لوري وضع کړی شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي.
د امربالمعروف محتسبین: په ټولنه کې د منکرتاو مخنیوی او خلک له دیني احکامو خبرو د دیني عالمانو مسؤلیت دی
چهار شنبه، جمادی الاول۲۷، ۱۴۴۴
د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري د دیني عالمانو او قومي مخورو را بلل شوې ناستې ته د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو په خبرو کې د امربالمعروف وزارت د منکراتو د مخنیوي په موخه د ټاکل شویو اصلو د اورولو تر څنګ هغوی ته وویل: د ټولنې د سمون مسؤلیت زموږ او ستاسې پرغاړه دی چې باید کارو ورته وکړو او خلک د نېکو کارونو کولو ته متوجه کړو.
دا ناسته چې پکې د سیمې دیني عالمانو او قومي مخورو پکې ګدون درلود د امربالمعروف محتسبینو وویل: موږ او تاسې اړ یو چې په ټولنه کې د منکراتو او ناوړه رواجونو مخه ونیسو څو خلک د الهي احکامو پلي کولو ته متوجه شي او د بدو کارونو څخه ډډه وکړي.
هغوی همدا راز دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل چې خلکو ته د اسلام او عباداتو لومړني احکام ور وښیي چې هغوی ورته په دې برخه کې پوره ډاد ورکړ او د یادو شویو قوانیتو د پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
د پکتیا د دیني عالمانو شورا د دې ولایت د امربالمعروف له مسؤلینو سره ناسته وکړه
د پکتیا ولایت د د یني عالمانو ولایتي شورا، د دې ولایت د امربالمعروف د ریاست له مسؤلینو سره د ناستې پر مهال هغوی ته ویلي «ستاسو کار، په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او خلک نېکې لارې ته رهبري کول دي؛ چې دا د ټولنې د اصلاح تر ټولو غوره لاره ده»
دا ناسته چې پکې د امربالمعروف د مسؤلینو سربېره، ډېری دیني عالمانو پکې ګډون درلود ، د یاد ولایت د د یني عالمانو ولایتي شورا رئیس ناستې ته پخپلو خبرو کې وویل : د امربالمعروف محتسبین په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او خلک نېکې لارې ته رهبري کوي چې؛ دا د ټولنې د اصلاح او سمون تر ټولو غوره لار ده او پر موږ لازمه ده چې په دې برخه کې یې مرسته وکړو او په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسو .
دغه راز د یاد ولایت، د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د دیني عالمانو څخه د مننې تر څنګ په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه او د هغوی همغږي یې د دعوت د بریا راز وباله.
هېره دې نه وي چې د ناستې په پای کې ددواړو لوریو د مسؤلینو له لوري په دې برخه کې د شته مشکلاتو پر حل خبرې وشوې او له یو بل سره یې د پوره همکاري ژمنه وکړه.
د امربالمعروف محتسبین: د ښوونځیو او دیني مدارسو تر منځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي
یکشنبه، جمادی الاول۲۴، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت، د مرکز لښکر ګاه ښار، د امربالمعروف مسؤلینو د اهل هنود عالي لېسې له استادانو او شاګردانو سره، په دوو بېلو ناستو کې له استادانو غوښتي چې، د دیني مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو تر منځ علمي مسابقې جوړي کړي چې په خبره یې: د د یني مدارسو او ښوونځیو ترمنځ را منځ ته شوی واټن باید ختم شي.
د یادو لیدنو پر مهال، محتسبینو د یادې لېسې له استادانو د مننې تر څنګ له هغوی غوښتي چې، د دیني مدارسو او ښوونځیو د شاګردانو تر منځ دې علمي مسابقې جوړې کړي څو په دې برخه کې رامنځ ته شوی واټن ختم شي او هم یې له هغوی غوښتي چې د شاګردانو د علمي روزنې تر څنګ دې د هغوی اخلاقي روزنه وکړي.
په ورته وخت کې محتسبینو، د یادې لېسې له شاګردانو سره په ناسته کې هغوی درسونو ته وهڅول او له هغوی یې وغوښتل چې د خپلو درسي کتابونو تر څنګ د دیني او فکري کتابونو مطالعه وکړي او هغوی ته یې له خپل لوري د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: زده کوونکي له پردیوفکرونو خبرول او په اسلامي روحیه روزل یې ستاسې استادانو مسؤلیت دی
شنبه، جمادی الاول۲۳، ۱۴۴۴
د کابل شهري ریاست د یوولسمې حوزې محتسبینو د دې حوزې اړوند د شخصي کورسونو او دولتي ښوونځیو له مسؤلینو سره په ترتیب شوېو اصلاحي ناستو کې هغوی ته ویلي چې د زده کوونکو له پاره د فکري او دیني درسونه شروع کړي څو هغوی له دیني احکامو خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي.
په دې لیدنو کې د یادې حوزې محتسبینو د یادو شویو کورسونو او ښوونځیو له مسؤلینو سره د امربالمعروف وزارت له لوري په اړونده برخه کې د ټاکل شویو قوانیو له اورولو وروسته هغوی ته ویلي چې د دیني عالمانو په مرسته دې په ښوونځو او کورسونو کې د دیني او فکري درسونو لړۍ شروع کړي څو زده کوونکي له اسلامي احکامو خبر شي او په اسلامي روحیه وروزل شي چې په خبره یې«د راتلونکو نسلونو له دیني احکامو خبرول اود پردیو افکارو سره د مبارزې او هغوی ته اسلامي روحیه ورکول زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید په پوره اخلاص یې تر سره کړو»
هغوی همدا راز په دې لیدنو کې له هغوی غوښتي چې د ښځینه او نارینه زده کوونکو د درس او تګ راتګ ساحې جلا کړي او په دې برخه کې یې له هغوی د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه چې هغوی ورته د یادوشویو غوښتنو او د امربالمعروف وزارت د ټاکل شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: په نظامي او ملکي ادارو کې باید د مشر تابه او امر بالمعروف وزارت احکام پلي شي
پنجشنبه، جمادی الاول۲۱، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ له نظامي ځایونو څخه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې د مشر تابه او د امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس باید ځانونه د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې څخه ډده وکړي.
په دې لیدنو کې محتسبینو دهغوی د کارونو د ارزونې تر څنګ له هغوی غوښتي چې سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي او خپل اوږده وېښتان اصلاح کړي .
محتسبینو همدا راز هغوی ته ویلي چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیرو کسانو له ګمارنې ډډه وکړي څو د مشرتابه او د دې وزارت احکام پلي او د منکراتو مخه نیول شوې وي . چې هغوی ورته په دې برخه کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د یادو شویو قوانینو د پوره پلي کېدو ژمنه یې وکړه.
د امربالمعروف محتسبین: په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او د امربالمعروف پلي کول د ملا امامانو الهي مسؤلیت دی
دوشنبه، جمادی الاول۱۸، ۱۴۴۴
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ له ملا امامانو او ولسي خلکو سره په اصلاحي ناستو کې له هغوی غوښتي چې دوی باید د امربالمعروف وزارت له لوري د ټولنې د اصلاح په موخه ټاکل شوي احکام پلي کړي او هم یې د یادې ولسوالۍ له ملا امامانو غوښتي چې خلکو ته باید د اسلام لومړني احکام ور وښیي او په ټولنه کې د امربالمعروف پر ارزښت خبرې ورته وکړي چې په خبره یې« دا مو الهي مسؤلیت دی».
د یادې ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبیتو د دې ولسوالۍ د مسجدونو له ملا امامانو سره د همغږۍ او په ټولنه کې د اصلاح راوستو په موخه په بېلابېلو جوړیو شویو ناستو کې هغوی ته ویلي چې له دوی سره د ټولنې په اصلاح او د منکراتو په مخنیوي کې مرسته وکړي چې په خبره یې خلکو ته اسلامي احکام ور ښودل او په ټولنه کې امربالمعروف پلي کول یې الهي مسؤلیت دی.
د یادولو وړ ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف د محتسبینو د ټولنې د سمون په موخه ناستې جریان لري چې د خلکو له درانه هر کلي سره مخ کېږي.
ولسي خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او مرسته کول یې الهي مسؤلیت بولي
یکشنبه، جمادی الاول۱۷، ۱۴۴۴
د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبینو د دې ولسوالۍ په پنځو بېلابېلو لویو مسجدونو کې په اصلاحي ناستو کې خلکو ته د امربالمعروف او د اسلامي نظام پر ارزښت خبرې وکړې او په ټولنه کې امربالمعروف کول او له نظام سره همکاري یې د ټولو مسؤلیت وباله.
په دې اصلاحي ناستو کې چې د سیمې د عالمانو سربېره ډېری کسانو پکې ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل: امربالمعروف په ټولنه کې د منکراتو مخه نیسي او د مسؤلینو یې لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د الهي احکامو پلي کول او ټولنه له منکراتو ژغورل دي.
د یادولو ده چې د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف وزارت له لوري اصلاحي ناستې جریان لري چې خلک د امربالمعروف کړنې ستایي او لاسنیوی یې الهي مسؤلیت بولي.
امربالمعروف مسؤلین: د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ باید د هغوی اخلاقي روزنه هم وشي
شنبه، جمادی الاول۱۶، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت مرکز لښکر ګاه ښار کې د امان الله خان عالي لېسې له زده کوونکو او ښوونکو سره په دوو بېلو ناستو کې استادانو ته ویلي: د زده کوونکو د علمي روزنې تر څنګ باید د هغوی اخلاقي روزنه هم وشي څو مو راتونکی نسل له اسلامي احکامو خبر او په دیني روزنه سمبال شي .
د دې ولایت د امربالمعروف رئیس د یادې لېسې له استادانو سره په ناسته کې هغوسی ته ویلي : د راتونکي نسل راتلونې ستاسې په لاسونو نو کې ده چې باید هغوی ته سالمه روزنه ورکړل شي. او له هغوی یې وغوښتل چې دوی باید د شاګردانو له پاره د فکري درسونواو فکري کتابونو د مطالعه کولو لړۍ پیل کړي څو زده کوونکي له اسلامي احکامو خبر او په اسلامي روحیه وروزل شي.
په ورته وخت کې د دې ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د یادې لېسې زده کوونکو ته د خبرو پر مهال وویل: ستاسې کورنۍ او ټولنه له تاسې څخه د تعلیم تر څنګ د سالیمې روزنې هیله هم لري چې ستاسې چلند باید له عادي خلکو بېل وي چې دا چاره تاسو د دیني او فکري کتابونو په لوستلو او دیني عالمانو سره په ناسته سر ته رسولی شئ.
محتسبینو همدا راز د یادې لېسې له زده کوونکو او ښوونکو وغوښتل چې سیرت او صورت یې باید له نبوي ارشاداتو سره سم وي چې هغوی ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د امربالمعروف وزارت کړنې یې وستایلې.
فراه ولايت د امر باالمعروف رئيس د شیخ ابونصر فراهي بندر له ګڼو چارواکو او ملي سوداګرو سره وکتل.
فراه باختر خبري آژانس
۰۴ / جمادي الاول / ۱۴۴۴
۰۷ / لیندۍ / ۱۴۰۱
فراه ولايت د امر باالمعروف او نهي عن المنکر ریاست رئيس مولوي عبدالمجید "صمیم" د دې ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر ته د یو ورځني سفر په ترڅ کې په داسې حال کې، چې د محتسبینو آمر سید فضل احمد اغا یې هم ملتیا کوله د یاد بندر د ګمرک له رئیس ملا شمس الحق، مرستیال کمیسار عبدالرحیم "مختار"، قوماندان جهادالله، د نرم استندرد رئیس مولوي احسان الله، استخباراتو مدیر مستري نور احمد، ملي سوداګرو او ډریورانو سره د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل.
ښاغلي "صمیم" ناستې ته د وینا پر مهال وویل، چې د ټولو لپاره اړېنه ده، ترڅو د منکراتو د ورک کولو، معروفاتو د عملي کولو، له یو بل او په ځانګړې توګه له ولسي وګړو سره د ښه چلند په اړه د وس اړوند لارښوونې وکړو.
د یادونې وړ ده، چې د امر باالمعروف رئيس مولوي عبدالمجید "صمیم" تر دې یوه ورځ وړاندې د پشتکوه ولسوالي له مرستیال ولسوال مولوي "مسرور"، امنیه قوماندان "مخلص اغا" او استخباراتو مدیر حافظ "ضرار" سره هم ولیدل.
د امربالمعروف مسؤلین:دیني مدارس او ښوونځي د یوې سیکې دوه مخونه دي.
یکشنبه، جمادی الاول۳، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د نهر سراج ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ په يوه دیني مدرسه کې د حافظانو د دستار بندي په مناسبت جوړې شوې جلسې ته په خبرو کې وویل:" د دیني مدارسو شاګردان باید د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې هم وکړي چې موږ له دوی څخه د یوه ډاکټر، معلم تمع هم ولرو چې په دې سره به په تعلیمي بهیر کې را منځته شوې خلاع هم ختمه شي او دا به د یوې سیکې دوه مخومه شي"
دې جلسې ته د امربالمعروف محتسبینو چې دسیمې د علماو او قومي مخورو سر بېره د سیمې ځوانانو پکې ګډون درلود وویل: د تعلیمي چارو د مسؤلینو لومړنۍ هڅه دا ده چې د دیني مدارسو او عصري ښوونځیو تر منځ رامنځته شوی واټن ختم کړي. چې په خبره یې " دا د یوې سیکې دوه مخونه دي او بېلېدل یې ناممکن کار دی.
د یادولو ده چې د سیمې علماو، قومي مخورو د خپلو خبرو تر څنګ د امربالمعروف وزارت کړنې وستایلې او دوی ته یې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.
د امربالمعروف مسؤلین: ولس زموږ مرستې ته اړ دی؛ چې باید ستونزې یې پر وخت حل شي
یکشنبه، جمادی الاول۳، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو په یو وخت له دیني مدارسو او نظامي ارګانونو څخه د لیدنې پر مهال نظامي مسؤلینو ته ویلي چې دوی دې لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او له خلکو سره دې له نېک او نرم چلند څخه کار واخلي .
د یادې ولسوالۍ د امر بالمعروف محتسبینو د وزارت د لایحې مطابق له نظامي مسؤلینو سره په خبرو کې وویل چې له نظامي لیکو کم عمره او کل ږیري کسان وایستل شي او کم عمره کسانو ته د درس ویلو زمینه برابره شي.
هغوی همدا رنګه وویل چې صورت او سیرت د نبوي ارشاداتو سره برابر جوړ کړي، لمنځونه په جماعت سره ادا کړي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلي څو هغوی له نظام سره هر ډول مرستې ته ژمن و اوسي.
په ورته وخت کې هغوی له دیني مدارسو څخه د لیدنې پر مهال د مدارسو استادانو ته په خبرو کې ویلي: د ټولنې د سمون مسؤلیت موږ او تاسې ته متوجه دی چې باید هغوی د اسلام او عباداتو له لومړنیو احکامو خبر کړو او له منکراتو یې وژغورو.
د امربالمعروف مسؤلین: په اوامرو کې اطاعت مو د بریا لومړنی راز دی
شنبه، جمادی الاول ۲، ۱۴۴۴
د ننګرهار ولایت د چپر هار ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ په مقام کې له نظامي مسؤلیو سره په ناسته کې وویل: د ا.ا د بریار زاز په اطاعت او یووالي کې دی نو په همدې اساس موږ باید د مشرتابه له لوري راکړل شوي احکام په پوره توګه پلي کړو او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسو.
محتسبینو په یاده ناسته کې د دې ولسوالۍ له نظامي مسؤلینو او د دعوت ارشاد له رئیس نه وغوښتل چې کارمندانو ته د عباداتو لومړني احکام ور وښي او سیرت او صورت له نبوي ارشاداتو سره برابر جوړ کړي.
هغوی همدا راز د یادې ولسوالۍ مسؤلو کسانو ته په خبرو کې وویل چې دوی باید کم عمره او کل ږیره کسان نظامي لیکو ته داخل نه کړي څو د منکراتو مخه ونیول شي او د مشرتابه امر پر ځای شي .
د امربالمعروف مسؤلین: له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلئ
پنجشنبه، ربیع الثاني ۲۹، ۱۴۴۴
د خوست ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د اداري مسؤلینو، د کارونو د میاشتنۍ ارزونې په ناسته کې هغوی ته وویل: د کارونو په تر سره کولو کې له شفافیت او مسلکي چلند څخه کار واخلئ، څو ولسونه راضي او حق حقدار ته ورسېږي.
د خوست ولایت، د امنیه قومنداني د مسؤلینو له لوري، د دې ولایت د نظامي مسؤلینو د یوې میاشتې د کارونو د ارزونې په موخه جوړې شوې ناستې ته چې پکې د دې ولایت ډېری مسؤلینو ګډون درلود د امربالمعروف مسؤلینو وویل:" دولتونه هغه وخت پایښت مومي چې چارواکي یې له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند څخه کار واخلي او حق حقدار ته وسپاري چې په دې سره ولسونه ځانونه امن بولي او له نظام سره همکاري ته هڅېږي"
ورپسې ،د ناستې په جریان کې د اړوند ادارو د مسؤلینو له لوري، د تېرې اونۍ کاري راپورونه او لاسته راوړنې د ګډون کوونکو سره شریکې شوې چې د دې ولایت، امنیه قومندان د امنیتي چارواکو هڅې وستایلې او دوی یې د ولسونو د خونیتوب له پاره د لا ښه خدمت په موخه وهڅول.
د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري په ډېری ولایتونو کې غیر فعال مسجدونه فعال او ملا امامان ورته مقرر شول.
دوشنبه، ربیع الثاني۲۶، ۱۴۴۴
د ارزګان ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت په مختلیفو ولسوالیو کې د دیارلس بابه مسجدونو د لیدنې او نظارت تر څنګ دوه بابه غیر فعال مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر کړل.
محتسبینو د یادو شویو مسجدونو له ملا امامانو غوښتي چې دوی باید خلکو ته د منبرونو له لارې د عباداتو او نورو شرعي احکامو درسونه ورکړي څو خلک له دې احکامو خبر شي او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د محتسبینو له لوري د دوه بابه غیر فعال مسجدونو له پاره ملا امامان مقرر شول چې د یادو مساجدو ملا امامانو ته به میاشتنی معاش د سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.
د یادولو ده چې د امربالمعروف وزارت د مسؤلینو له لوري په دې ورستیو کې په پلازمېنه کابل کې د اذان له پاره د لاوډسپیکرونو له نصبولو وروسته د هیواد په ټولو ولایاتو کې ډېری غیر فعال مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر شول.
ارزګان ولایت کې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري (۱۸) مسجدونه فعال شول
شنبه، ربیع الثاني۲۴، ۱۴۴۴
د ا.ا.ا له قیام وروسته او د امربالمعروف وزارت د فعالیتونو په جریان کې د ارزګان ولایت د محتسبینو په مرسته د دې ولایت د مرکز په شمول په بېلابېلو ولسوالیو کې اتلس مسجدونه فعال او دروازې یې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې شوې.
د دې ولایت دامربالمعروف د محتسبینو د کړنو په نتېجه کې د یاد ولایت په مرکز ترین کوټ سربېره دهراود، شهید حساس،چنارتو ،خاص ارزګان، ګېزاب، او چوره ولسوالیو کې اتلس مسجدونه بېرته له سره فعال او ملا امامان ورته مقرر شول چې د دې مسجدونو ملا امامانو ته میاشتنی معاش د سیمې اوسېدونکي ورکوي.
همد راز د دې مسجدونو امامان د امامت تر څنګ د سمیې ماشومانو ته دیني زده کړي ورښیي او د لومړنیو زده کړو ټولګي هم پکې شروع دي.
د یادولو ده چې د پلازمېنې کابل په شمول د هیواد په ډېری ولایتونو کې د امربالمعروف د مسؤلینو په مرسته ډېری غیر فعال مسجدونه فعال شوي چې ولسي خلک یې له کړنو راضي دي.
کندز کې د امربالمعروف فعالیتونه په چټکي سره روان دي
شنبه، ربیع الثاني۲۴، ۱۴۴۴
د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولسوالۍ له دوکاندارنو سره په اصلاحي لیدنو کې له هغوی غوښتي چې دوی باید د جمعې د لمانځه پر وخت خپل دوکانونه وتړي او د سلمانیو له مسؤلینو یې غوښتي چې په دې برخه کې د امربالمعروف وزارت صادر کړی شوي احکام په پوره توګه پلي کړي.
محتسبینو د دې لیدنو پر مهال د دوکانونو له مسولینو غوښتي چې دوی دې د جمعې په ورځ دوکانونه وتړي او لمنځونه دې پر جماعت ادا کړي او د سلمانیو له مسؤلینو یې غوښتي چې د وزارت له لوري په ټاکل شوې لایحه عمل وکړي څو الهي احکام پلي شي او د منکراتو مخه ونیول شي.
د یادولو ده چې ولسي خلک له دې فرمانه خوښي ښیي او د امربالمعروف مسؤلینو ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکوي.
د امربالمعروف مسؤلین: له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلئ
شنبه، ربیع الثاني۲۴، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د زراعت، برېښنا او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاستونو له مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې هغوی ته ویلي چې دوی باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو مطابق جوړ کړي او له خلکو سره له نرم او مسلکي چلند نه کار واخلي او شته ستونزو ته یې حللارې ولټوي.
هغوی په ورته وخت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې ریاست له مسؤلینو وغوښتل چې دوی باید تر ټولو خپلې دندې ته متوجه واوسي ځکه له دې لارې د ټولنې وګړي د تباهۍ په لور ځي او د مخدره موادو د زیاتېدو په صورت کې د منکراتو کچه لوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف د مسؤلینو له لوري د هیواد په ټولو ولایاتو کې له اداري مسؤلینو سره د اصلاحي لیدنو لړۍ روانه ده چې اداري مسؤلین دا چاره په اداري سیستم کې د منکراتو د مخنیوي تر ټولو غوره لار بولي.
د امربالمعروف وزارت د محتسبینو په مرسته د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې (۴۰۰)بابه مسجدونه فعال شول.
پنج شنبه، ۲۲، ۱۴۴۴
د دې وزارت د محتسبینو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې څلور(۴۰۰) بابه مسجدونه فعال شول چې له دې کاره یې موخه هغو هټۍ والو ته د اسانتیاو برابرول دې چې له جامع مسجدونو لرې وي.
په دې هکله د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر وایې چې موخه یې هیوادولو ته د اسانتیاو برابرول دي چې په دې اساس یې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې (۴۰۰) بابه مسجدونه فعال کړل چې له جملې یې د (۲۶۹) مسجدونو دروازې د لمونځ کوونکیو پر مخ خلاصې دي او پاته نور یې د تیارېدو په حال کې دي.
په دې تړاو د تایمني سیمې د بینظیر د واده تالار مسؤل وایې : د امربالمعروف وزارت د محتسبینو په مرسته مو په تالار کې د ښځینه و او نارینه و له پاره ځانګړي مسجدونه جوړ کړل چې په دې سره به راتلونکي کسان له ستونزو وژغورل شي او لمنځونه به پر وخت ادا کوي.
دیني عالمان؛ اسلامي امارت ته کار کول او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی، د هر مؤمن مسؤلیت دی
یکشنبه، ربیع الثاني ۱۸، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د ازرې ولسوالۍ د مختلیفو مسجدونو له ملا امامانو سره د همغږي په پار په جوړې شوې ناسته کې له هغوی غوښتي چې دوی باید خلکو ته د اسلامي نظام پر ارزښت او اهمیت خبرې وکړي او اسلامي احکام خلکو ته ور زده کړي.
محتسبینو وویل: د ټولنې د جوړښت مسؤلیت دیني عالمانو ته متوجه دی چې دوی باید خلک په الهي احکامو خبر کړي او په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیسي.
هغوی همدا راز د سیمې علماو ته په خطاب کې وویل: دا نظام د الله جل جلاله نعمت او د بې شمېره عالمانو او فدایانو د وینو ثمره چې باید د دې لوی نعمت شکر ادا شي او خلک یې مرستې او همکاري ته وهڅول شي.
هېره دې وي چې د یادې ولسوالۍ دیني عالمانو د امربالمعروف کړنې وستایلې او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی او له اسلامي امارت سره همکاري یې د هر مؤمن مسؤلیت وباله چې باید د ټولنې په پرمختګ او جوړښت کې کار وکړي او ټولنه له منکراتو وژغوري.
د امربالمعروف مسؤلین؛ دا نظام الهي نعمت دی چې پر موږ یې ساتل او خدمت کول لازمي دي
شنبه، ربیع الثاني۱۷، ۱۴۴۴
د هلمند ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د نهمې حوزې اړوند دوولسو مختلیفو مسجدونو کې خلکو ته د اسلامي نظام پر ارزښت، دلمانځه پر جماعت سره د ادا کولو پر ارزښت او د منکراتو پر پرېښودو مفصلې خبرې وکړې.
هغوی دیادې حوزې له اوسېدونکو سره په اصلاحي ناستو کې د اسلامي نظام د ارزښت په تړاو پخپلو خبرو کې وویل: دا نظام د الله جل جلاله نعمت او د شهیدانو د وینو ثمره ده چې پر موږ یې ساتل او خدمت کول لازمي دي.
دغه راز محتسبینو د یادو مسجدونو له ملا امامانو نه وغوښتل چې خلک د لمانځه پر جماعت سره ادا کولو ته وهڅوي او د نورو منکراتو پر پرېښودو یې امر کړي څو ټولنه له منکراتو خلاصه او الهي احکام پر ځای شي.
د امربالمعروف مسؤلینو د کابل سرې میاشتې عمومي ریاست نه لیدنه وکړه
سه شنبه،ربیع الثاني۱۳، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د ازاله منکراتو ریاست له لوري په دولتي ادارو کې د منکراتو د مخنیوي په پار ټاکل شوي هیئت د کابل سرې میاشتې له عمومي ریاست نه د لیدنې پر مهال هغوی ته ویلي چې دوی باید پخپلو ښځینه کارمندانو حجاب رعایت کړي او د هغوی کاري ساحه ورته ځانګړې کړي.
یاد هیئت لومړی د دې ریاست د دعوت ارشاد رئیس مولوي ګل الرحمن او عمومي رئیس مولوي مطیع الله خالص سره د هغه کار ځای کې وکتل او د امربالمعروف وزارت طرزالعمل او د کارمندانو اړوند قوانین ورسره شریک کړل.
محتسبینو وویل:کوم اصول چې موږ ټاکلي دا الهي قوانین دي چې باید په ټولنه کې پلي شي او د دغو قوانینو تر چتر لاندې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي هغوی په همدې تړاو زیاته کړه: موږ د هیچا د کارونو مخه نه نیسو بلکې زمینه ورته برابرو چې خلک خپل کارونه وکړي او هوسا ژوند وکړي.
دغه راز هغوی د یاد ریاست له مسؤلینو وغوښتل چې دوی باید پخپلو ښځینه کارمندانو حجاب وکړي او د هغوی کاري ساحه ځانګړې کړي.
د امربالمعروف مسؤلین؛ امربالمعروف د بشر د فطري غوښتنو غږ دی.
سه شنبه،ربیع الثاني۱۳، ۱۴۴۴
د خوست د شیخ ذاید پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د محصلینو له لوري د تمثيلي محکمې نندارې ته د وړاندې کېدو په پار رابلل شوې غونډې ته د یاد ولایت دامربالمعروف مسؤلینو وویل: امربالمعروف د بشر د فطري غوښتنو غږ دی او زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخنیوی ده خو دا چاره هغه وخت سر ته رسېدلی شي چې په ټولنه کې په عدل ولاړې محکمې موجودې وي او نظام د ولسونو دې اړتیا ته پوره پاملرنه وکړي، چې لله الحمد د ا.ا.ا دغې برخې ته پوره توجه کړې.
دا ناسته چې د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلینو له لوري دپوهنتون په ابوحنیفه رح تالار کې جوړه شوې وه چې پکې د دې پوهنځي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد شفیق مندوزي،د د یاد ولایت د امربامعروف مسؤلینو، د اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد، د محصلانو چارو رئیس پوهنیار مجاهد همتیار، دحقوقو او سیاسي علومو استاد پوهنمل پاڅون میاخېل او نورو ګڼو مسؤلینو او محصلینو پکې ګډون درلود.
ناستې ته د امربالمعروف مسؤلینو په خبرو کې وویل: زموږ لومړنۍ هڅه په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول دي او دا چاره هغه وخت ښه سر ته رسېدای شي چې په ټولنه کې په عدل ولاړ محاکم موجود وي چې لله الحمد د ا.ا.ا د خلکو دې اړتیا ته پوره پاملرنه کړې او د خلکو ستونزو ته حللارې لټوي.
هغوی همدا راز د علم پر اهمیت او د محصلینو د تشویق اړوند وویل: د ا.ا د شرعي اصلو په رعایتولو سره د زده کړیز بهیر ټولو اصلو ته ژمن دی او لومړنۍ هڅه یې همدا ده چې هیوادوالو ته د نړۍ په سطحه مواد او وسایل تیار کړي څو هیواد وال په ښه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
دغه راز ناستې ته د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهندوی محمد شفیق مندوزي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ زیاته کړه: د بشر فطري او بنسټیزه غوښتنه همدا ده چې په سالمه او له جرایمو په پاکه ټولنه کې ژوند وکړي؛ چې دا ډول ټولنې ته موږ هغه وخت رسېدالی شو، چې په عدل او انصاف ولاړ محاکم ولرو چې دا چاره د ا.ا ښه تر سره کړې او د خلکو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کوي.
د ناستې په پای کې ګډون والو ته تمثیلي ټوټه وړاندې شوه او د لیدونکو د خوښې وړ وګرځېده او د محصلینو دا کار یې د ستایلو وړ وباله.
د سیمې دیني عالمان؛ امربالمعروف په ټولنه کې داصلاح تر ټولو غوره لار ده
یکشنبه،عقرب ۱۵، ۱۴۰۱
د لوګر ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د جهادي دیني مدرسې څخه د لیدنې پر مهال مسؤلینو ته په خبرو کې وویل: د تدریس تر څنګ علماء په ټولنه کې دا مسؤلیت لري چې خلک له منکراتو را وګرځوي او په نېکیو امر ورته وکړي!
د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د جهادي دیني مدرسې له شیخو او علماء کرامو سره د همغږي په پار په شوې ناسته کې له هغوی غوښتي چې دوی باید په ټولنه کې د شته منکراتو مخه ونیسي او خلک نېکې لارې ته رهبري کړي.
محتسبینو په همدې تړاو زیاته کړه: زموږ ټولنه تر بل هر چا د د دیني علماو خبرو ته ښه غوږ نیسي او عملي کوي یې نو په همدې اساس د مسجدونو امامان باید خپل مسؤلیت په ښه ډول سر ته ورسوي تر څو ټولنه له منکراتو وژغورل شي.
هېره دې نه وي چې د یادې دیني مدرسې علماو ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ او د دوی کړنې یې د ستایلو وړ وبللې.
لوګر کې د امربالمعروف فعالیتونه په چټکي سره روان دي
چهار شنبه،عقرب۴، ۱۴۰۱
د لوګر ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د یاد ولایت مرکز پول علم بازار له ځینو هوټلونو او خوراکه پلورنځیو او سلمانیو د لیدنې پر مهال له هغوی غوښتي چې دوی باید د جمعې په ورځ دوکانونه وتړي اوځانونه تر جماعته ورسوي.
محتسبینو له هغوی غوښتي چې د جمعې په ورځ خپل دوکانونه وتړي او لمنځونه په جماعت سره ادا کړي ځکه دا الهي حکم او د مشرتابه امر دی .
هغوی همدار نګه د سلمانیو له مسؤلینو غوښتي چې د وزارت له لایحې سره سم خپلو کارونو ته دوام ورکړي تر څو په ټولنه کې د منکراتو مخه ونیول شي او د وزارت وضع کړی شوي اصول پلي شي.
مولوي حامد: زموږ لومړنۍ هڅه پر دولتي چارواکو د فرامینو پلي کول دي څو په ټولنه کې عدل حاکم شي
چهار شنبه،ربیع الاول۲۳، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت له لوري په نظامي برخه کې د منکراتو د مخنیوي په موخه ټاکل شوي څو کسیز هیئت چې مشري یې د دې وزارت د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد پر غاړه وه نورستان ولایت ته د یو رسمي سفر پر مهال یوې لویې ناستې ته په خبرو کې ویلي:دامربالمعروف مسؤلین په ټولنه او نظام کې د منکراتو د مخنیوي مسؤلین دي چې دا چاره باید ترسره کړي نو موږ غواړو چې لومړی دا قوانین په دولتي مسؤلینو پلي کړو تر څو عام وګړي د هغوی لاره تعقیب کړي او عدل حاکم شي.
ناستې ته د امربالمعروف د ازاله منکراتو رئیس مولوي رازمحمد حامد چې پکې د امربالمعروف د مسؤلینو سربېره د یاد ولایت والي حافظ محمد اغا حکیم،د والي معاون مولوي فیصل مختار،دملي امنیت رئیس فقیر محمد حنیف،امنیه قومندان مفتي محمد یوسف،د امنیت امر حاجي محمد یاسین او نورو ګڼو مسؤلینو ګډون درلود وویل: امربالمعروف، مانا په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول او خلک سمې لارې ته رهبري کول په مدې اساس زموږ لومړنۍ هڅه همدا ده چې یاد قوانین لومړی پر دولتي چارواکو پلي کړو چې دا به عامو خلکو ته مثال وي او په ټولنه کې به عدل شوی وي.
ښاغلي حامد په همدې تړاو زیاته کړه عام وګړي موږ ته ګوري او زموږ کارونه تکراروي نو موږ باید تر هر چا لومړی د ځان اصلاح وکړو چې ټولنه یې تکرار کړي چې په دې سره به په ټولنه کې د منکراتو مخه نیول شوې وي او دا د نظام د پایښت تر ټولو غوره لار ده.
دغه راز د ناستې په پای کې د یاد ولایت والي ښاغلي حافظ محمد اغا حاکم یاد هیئت ته د ښه را غلاست تر څنګ د ولایت پر ټولو ارګانونو غږ وکړ چې د امربالمعروف وزارت له لوري د منکراتو د مخنیوي په پار صادر کړی شوي فرامین ژر تر ژره پلي کړي او د شته منکراتو مخه ونیسي او د مشرتابه او امربالمعروف وزارت د حکم پر اساس یې له مسؤلینو وغوښتل چې په نظامي لیکو کې د کم عمره او کل ږیریو کسانو له استخدام نه ډډه وکړي.
ولسي وګړي؛ موږ د امربالمعروف وزارت له کړنو راضي یو او دا دټولنې د اصلاح او یووالي غوره لار ده
شنبه،ربیع الاول ۱۹، ۱۴۴۴
د پکتیکا ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د مرکز په شمول په ډېری ولسوالیو کې د امربالمعروف وزارت له لوري د تازه صادر شوي حکم پر اساس له خلکو غوښتي چې دوی دې د جمعې په ورځ دوکانونه وتړي او لمونځونه دې په جماعت سره ادا کړي، چې ځایي خلک له دې فرمانه خوښي ښیي او دا د ټولنې د اصلاح او امن تر ټولو غوره لار بولي.
د یاد ولایت محتسبینو دسیمې له خلکو سره په اصلاحي غونډو کې د دې وزارت دنورو فرامینو د اورولو تر څنګ له دوی غوښتي چې دوی باید د جمع په ورځ خپل دوکانونه وتړي او لمنځونه په جماعت سره ادا کړي.
هېره دې نه وي چې په ټول هیواد کې ځایي خلک له دې فرمانه خوښي ښیي او دا د اتحاد او په ټولنه کې د منکراتو د مخنیوي ښه لار بولي.
د امربالمعروف مسؤلین؛ کومې رسنۍ چې د دې نظام تر چتر لاندې دې د هغو دمنفي تبلیغاتو مخه باید ونیول شي
یکشنبه،ربیع الاول،۱۳، ۱۴۴۴
د لوګر ولایت د امربالمعروف مسؤلینو د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له رئیس سره په ناسته کې له هغوی غوښتي: امربالمعروف داخلي او بهرني دښمنانو ته خطر دی او نه غواړي چې داسې یو ارګان دې په سم ډول خپل فعالیت وکړي نو له تاسو مو هیله د چې د عامه ذهنیت په جوړولو کې له موږ سره مرسته وکړئ تر څو د یاد وزارت کړنې او اهداف په سمه توګه د ټولنې تر وګړو ورسېږي.
ناستې ته د امربالمعروف مسؤلینو چې پکې ډېری دولتي مسؤلینو ګډون درلود وویل: امربالمعروف د یوې اسلامي ټولنې روح دی. زموږ لومړني هڅه همدا ده کوم څه چې موږ په ولس پلي کول غواړو لومړی یې باید دولتي چارواکي پلي کړي چې وروسته یې ولس ته د مثال په توګه وړاندې کړو.
هغوی همدا راز د یاد ریاست مسؤلینو ته په خطاب کې وویل: د هیواد په دننه او بهر کې ځینې مغرضې کړۍ دا غواړي چې موږ د خلکو په وړاندې بد معرفي کړي او هڅه کوي زموږ هرکړنه خلکو ته غلطه تعبیر کړي نو له تاسو مو هیله ده چې په عامه ذهنیت جوړولو کې او د دې وزارت پر فعالیتونو د خلکو په سمه توګه خبرولو کې له موږ سره مرسته وکړئ او د هغو رسنیو مخه باید ونیول چې د نظام تر چتر لاندې منفي تبلیغات کوي.
هېره دې نه وي چې هغوی ورته د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ او د دوی پر کړنو یې خوښي څرګنده کړه
جوزجان کې اووه ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد
پنج شنبه، ربیع الاول۱۰، ۱۴۴۴
د امربالمعروف وزارت د اصلاح او روزنې ریاست لخوا په جوزجان ولایت کې محتسبینو ته دلارښوونې او ضرفیت لوړاوي په موخه اووه ورځنی سمینار پای ته ورسېد.
دا سمینار چې په جورجان ولایت کې د سرپل،فاریاب،ولایتونو د محتسبینو امرینو پکې ګډون درلود پای ته ورسېد.
دې سمینار ته د اصلاح اوروزنې ریاست دریو تنو شیخو ( مفتي جماالدین مدني،شیخ حبیب الله معتصم،شیخ محمد ابراهیم) پخپلو خبرو کې ګډون والو د مشرتابه فرامین تشریح کړل او هغوی ته یې د امانتداري او په اسلام کې یې په اهمیت خبرې وکړې او په بیت المال کې یې د خیانت کولو زیانونه بیان کړل.
د سمینار په پای کې د یاد وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي محمد یحیی عارف له محتسبینو وغوښتل چې له خپلو ملګرو او عامو وګړو سره مو باید چال او چلند نیک او احسن وي چې په خبره یې تر څو ستاسې دعوت او تبلیغ په ټولنه کې مؤثر تمام شي.
هغه دغه راز له محتسبینو وغوښتل چې دولتي مسؤلینو او عامو وګړو ته د اتحاد او یو والي ګټې بیان کړي او خلک دې یووالي ته راوبولي.
هغه همدارنګه وویل د اسلامي نظام دوه اهداف وه چې یو د اشغال خاتمه او بل د اسلامي نظام قایمول وه چې اوس الحمدالله اشغال پای ته رسېدلی او د اسلامي نظام قایمول او ساتل زموږ او ستاسې مسؤلیت دی چې باید تر سره یې او په راکړل شویو دندو کې له غفلت نه ځان وساتو.