په تخار، پروان او غور ولایتونو کې پنځو مېرمنو ته د میراث، طلاق او ولور حقوق وسپارل شول
د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په تخار، پروان اوغور ولایتونو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د شپږ ماده ییز فرمان له مخې پنځو هغو مېرمنو ته د میراث، طلاق او ولور شرعي حقوق وسپارل، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو او د کورنیو له غړو څخه یې د خپلو شرعي حقونو اخیستلو قضیې نا حل پاتې وې.
مسؤلین وایي:یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث، طلاق او ولور غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقوقو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حقوق تر لاسه کړل.
مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
