محتسبینو په سرپل او سمنګان ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
Sat, Jun 13 2026 8:55 AM
dr_srpl_w_smngan_sh_zn_njat_yaft.jpg

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د سرپل او سمنګان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا درې  مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح کړي وژغورلې.

 یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یادو ولایتونو اړوند د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Mon, Nov 02 2026 10:29 AM
Background image

In Balkh province officials have arrested a person involved in fortune-telling, along with the tools used for fortune-telling

Officials of the Ministry in Balkh Province have arrested a man accused of practicing witchcraft in Sholgara District, as part of their ongoing activities. 
The man had reportedly been. . .

BACK TO NEWS