محتسبینو په غزني او پکتیا ولایتونو کې درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا او غزني ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا درې مېرمنې، چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دوونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح کړي وژغورلې.
یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې مخه ونیول شوه، چې یادې مېرمنې د یادو ولایتونو اړوند د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ څرګندوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.
