د هېواد په څلورو ولایتونو کې (۲۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Sun, May 24 2026 12:29 PM
25_zn_az_zlm_njat_yaft.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په زابل، تخار، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۵) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Mon, Jul 27 2026 3:15 PM
Background image

Muhtasibs in Baghlan Province Arrested an Individual Accused of Sorcery

A person accused of engaging in activities contrary to Islamic Sharia, including sorcery and witchcraft, was arrested in Central Baghlan district of Baghlan Province by personnel. . .

Mon, Jul 27 2026 11:15 AM
Background image

Prevention of Two Forced Marriages and Facilitation of One Sharia-Compliant Marriage in Three Provinces

Personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in Nangarhar and Takhar provinces prevented two cases of forced. . .

Sun, Jul 26 2026 2:51 PM
Background image

Nearly 20 women were rescued from domestic violence and abuse in the six provinces

Personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, reported that, following the review of complaints and what they. . .

BACK TO NEWS