میدان وردګ کې یو مېرمنې  د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ 

fazli_admin
Tue, May 19 2026 10:03 AM
dr_mydan_wrdk_yk_zn_myrath_shry_ash_bdst_awrd

د میدان وردګ ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.
 

Latest news

Tue, May 19 2026 2:56 PM
Background image

Prevention of a forced marriage of a young woman in Takhar Province

A young woman in Yangi Qala district of Takhar Province, who had intended to commit suicide due to family pressure regarding marriage, was rescued from her fragile situation and freed. . .

Tue, May 19 2026 2:47 PM
Background image

Prevention of the sale of seven tons of expired food products in Nimruz Province

Officials (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in Nimroz Province collected seven tons of low-quality and. . .

Tue, May 19 2026 10:18 AM
Background image

Resolution of nine disputes and hostilities in Badakhshan and Sar-e Pol Provinces

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice and Hearing of Complaints of IEA, in Badakhshan and Sar-e Pol provinces, fulfilled their. . .

BACK TO NEWS