هرات کې محتسبینو په تېر یوه کال کې د ۶۷۵ جبري ودونو مخه نیولې
د هرات د امر بالمعروف، نهی عن المنکر ریاست مسؤلینو د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه د مېرمنو حقونو اړوند (۶۷۵) بېلابېلې قضیې حل کړې دې.
د دې ولایت د امر بالمعروف رئیس، شیخ عزیزالرحمن المهاجر وویل، چې په تېر یوه کال کې محتسبین توانیدلي چې د هرات په ښار او ولسوالیو کې د ۶۷۵ ناخوښه ودونو، کورني ظلم، په بدو کې ورکړې، طلاق، میراث، ولور او ورته نورو اړوندو پېښو مخنیوی وکړي.
د هغه په وینا، هېڅوک حق نه لري یوه ښځه د هغې له رضایت پرته نکاح کړي، ځکه د ښځې رضا د واده اساسي او مشروع شرط دی او محتسبین تل هڅه کوي چې د جبري ودونو مخه ونیسي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې، د ښځو د حقونو د تأمین لپاره کار وکړي.
