کابل ښاري ریاست محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Sat, Feb 28 2026 9:48 AM
nshst_mhtsbyn_ba_rsanh_hay_kabl.jpeg

د کابل ښاري ریاست محتسبینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د ګډې همکارۍ او په دې برخه کې د وزارت له لوري د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه په بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې هغوی ته وویل، رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده، چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ چې  داسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې دي.

د دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو پر مهال چې د ګڼو غږیزو رسنیو مسؤلینو ګډون درلود، د امربالمعروف مسؤلینو وویل: په ټولنه کې د عامه ذهنیت جوړولو او خلکو ته د اسلامي احکامو د ور رسولو دروند مسؤلیت ستاسې پر اوږو دی ؛ ځکه رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر حیثیت لري نو پر تاسې لازمه ده چې د ټولنې تر خلکو هغه څه ور ورسوئ کوم چې  د اسلام او اسلامي نظام اساسي غوښتنې وي.

مسؤلینو د رسنیو اهمیت ته په اشارې سره وویل، رسنۍ د ملت او نظام تر منځ د پول حیثیت لري، که رسنۍ د نظام له پالیسي سره سم نشرات وکړي د نظام د بقا او استحکام سبب کېږي نو پر همدې اساس مو د رسنیو له مسؤلینو غوښتنه ده، چې د نظام اصلي غږ تر ولس ورسوي څو ولس له نظامه راضي او غوښتنو ته یې ژمن و اوسي.

ورته مهال د رسنیو مسؤلینو د داسې ناستو پر جوړېدو خوښي وښوده او له مسؤلینو یې د د اسې ناستو د جوړېدو غوښتنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:03 PM
Background image

Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in the First Month (Hamal) of the Current Year

In the first month of the year 1405, the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in light of the rulings of Islamic Sharia and through the. . .

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS