پلازمېنه کابل کې محتسبینو د روغتیایي برخې له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Tue, Feb 24 2026 10:12 AM
ba_msywlyn_shy_kabl_nshst_shd.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پلازمېنې کابل ښاري ریاست محتسبینو په روغتیایي برخه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د د ې برخې له مسؤلینو سره د کارونو د لا ښه تر سراوي او په دې برخه کې د دوامدارې همغږۍ په موخه د (۶۸) روغتیایي مرکزونو له مسؤلینو سره اصلاحي ناستې وکړې.

د یاد ریاست مسؤلینو د اصلاحي او د همغږۍ  په موخه د لیدنو پر مهال په روغتیایي برخه کې د هغوی کړنې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل، چې په یاده برخه کې د شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شوو سپارښتنو په پلي کولو کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دغه راز مسؤلینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي.

بلخوا د روغتیایي برخې مسؤلینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او  د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي.

Latest news

Mon, Sep 21 2026 1:54 PM
Background image

Nangarhar: Muhtasibs Prevent a Girl from Being Given Away in Exchange for a Large Sum of Money

Officials (Muhtasibs) of the Nangarhar Directorate for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in an effort to uphold women’s rights and prevent. . .

Mon, Sep 21 2026 10:48 AM
Background image

Muhtasibs in Sar-e Pol and Nimroz Provinces Arrest Three Individuals on Charges of Practicing Sorcery

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have arrested three people in the provinces of Sar-e Pol and. . .

Tue, Sep 15 2026 2:20 PM
Background image

Officials of the Ministry Resolve 29 Disputes in Seven Provinces

Over the past three days, as part of their ongoing activities, officials (Muhtasibs) with the mediation of religious scholars and tribal elders, have resolved 29 disputes between. . .

BACK TO NEWS