د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Dec 25 2025 9:35 AM
dyzayn-_lmry_awwny_jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په لغمان او بادغیس ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې،۱۲۵ تنه هغه کسان چې له رواني ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاني سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته ور وپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۲۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۱) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۶) د مهر، (۹) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه(۱۰) لویې دښمنۍ او (۲۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

ورته مهال د دې وزارت محتسبینو  په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۱) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۳۸) اصلاحي ناستې کړې دي

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS