د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۳۵
dyzayn-_lmry_awwny_jdy.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دي.

د رواني ناروغانو راټولونه:

د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په لغمان او بادغیس ولایتونو کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم د تطبیق او د ټولنې د روغتیا د تأمین په موخه په روانه اونۍ کې،۱۲۵ تنه هغه کسان چې له رواني ناروغۍ ځورېدل راټول او د درملنې لپاره یې د یادو ولایتونو د افغاني سرې میاشتې اړوندو ریاستونو ته ور وپېژندل.

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د یاد وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۲۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۱) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو، (۶) د مهر، (۹) د نفقې نه ورکولو او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

دغه راز محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه(۱۰) لویې دښمنۍ او (۲۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

ورته مهال د دې وزارت محتسبینو  په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۱) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۳۸) اصلاحي ناستې کړې دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۵۲
Background image

لغمان کې محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

 د لغمان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، اسلامي ارزښتونو د ساتنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۹:۴۱
Background image

پکتیکا کې د امر بالمعروف مسؤلینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو هغه مېرمن له کورني ظلم څخه وژغورله چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندا د ناوړه چلند له امله د خپل پلار په کور. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲۱
Background image

د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۶) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه. . .

BACK TO NEWS