زابل کې د محتسبینو له لوري په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول

fazli_admin
Mon, Nov 03 2025 8:37 AM
hryq_mwad_tarykh_tyr_shdh_drzabl_.jpg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو  اورېدلو ریاست محتسبینو په قلات ښار کې د تاریخ تېر خوارکي توکو ډک هغه موټر نیولی، چې له پلازمېنې کابل ښار څخه یې تر تاریخ تیر خوراکي توکي راوړل او په سیمه کې یې پر خلکو خرڅول.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د یو شمېر سوداګرو له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته راوړل کېدل، چې په کمه بیه یې د سیمې پر خلکو پلورل چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او په کې موجود تاریخ تېر توکي له منځه یووړل شول.

مسؤلین زیاتوي، چې د احتکار، درغلي، او تاریخ تیر توکو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه به خپلې کړنې لا ګړندۍ کړي او چاته به اجازه ور نکړي چې له اسلامي اصولو خلاف کړنې تر سره کړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS