زابل کې د محتسبینو له لوري په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۸:۳۷
hryq_mwad_tarykh_tyr_shdh_drzabl_.jpg

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو  اورېدلو ریاست محتسبینو په قلات ښار کې د تاریخ تېر خوارکي توکو ډک هغه موټر نیولی، چې له پلازمېنې کابل ښار څخه یې تر تاریخ تیر خوراکي توکي راوړل او په سیمه کې یې پر خلکو خرڅول.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: دا تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي د یو شمېر سوداګرو له لوري د زابل ولایت مرکز قلات ښار ته راوړل کېدل، چې په کمه بیه یې د سیمې پر خلکو پلورل چې د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه او په کې موجود تاریخ تېر توکي له منځه یووړل شول.

مسؤلین زیاتوي، چې د احتکار، درغلي، او تاریخ تیر توکو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه به خپلې کړنې لا ګړندۍ کړي او چاته به اجازه ور نکړي چې له اسلامي اصولو خلاف کړنې تر سره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۸:۵۰
Background image

غزني کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ۳۰ کلن کورني تاو تریخوالي وژغورل شوه

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو (۳۰) کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۸:۳۷
Background image

زابل کې د محتسبینو له لوري په زیاته اندازه تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو  اورېدلو ریاست محتسبینو په قلات ښار کې د تاریخ تېر خوارکي توکو ډک هغه موټر نیولی، چې له پلازمېنې کابل ښار څخه یې تر تاریخ تیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

فراه کې محتسبینو د رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه

د فراه ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ځینو رسنیو له مسؤلینو سره د همغږۍ په پار په جوړه شوې ناسته کې  وویل: رسنۍ په ټولنه کې د محراب او منبر. . .

BACK TO NEWS