ننګرهار کې محتسبینو د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
Sun, Oct 26 2025 11:22 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د ننګرهار  ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د  مرګز په ګډون د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو ونډه د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې په ټولنه کې د ټولو  منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د ناستې ګډون والو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS