ننګرهار کې محتسبینو د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۲۲
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د ننګرهار  ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د  مرګز په ګډون د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د امیر المؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه ناسته و کړه.

ناستې ته په خبرو کې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د علماوو، قومي مخورو او ځوانانو ونډه د ټولنې د اصلاح، د شریعت د تطبیق، او قوانینو د تنفیذ په برخه کې اړینه وبلله او له هغوی یې وغوښتل چې په ټولنه کې د ټولو  منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دغه راز ناستې ته دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو د منکراتو د له منځه وړلو، د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي، او په ټولنه کې د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا په برخه کې خپلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي ټولنې د سالمې ودې لپاره به په ګډه کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د ناستې ګډون والو په دې ولایت کې د محتسبینو کړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د شرعي قوانینو په پلي کولو او د منکراتو په مخنیوي کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۴۵
Background image

زابل کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۳۷
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني ظلم څخه وژغورله

د هلمند ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو یوه مېرمن، چې له اوږدې مودې راهیسې د خپل خاوند له لوري په فزیکي او رواني ډول ځورول کېدله او له ټولو شرعي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۱:۲۲
Background image

ننګرهار کې محتسبینو د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته وکړه

د ننګرهار  ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د  مرګز په ګډون د (۱۱) کلیو له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، اسلامي ارزښتونو د ساتنې او د. . .

BACK TO NEWS