د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سمنګان ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
Tue, Sep 23 2025 2:01 PM
payan_smynar_dr_smngan_-1myzan_.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سمنګان ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.

دا څلور ورځني روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له محتسبینو وغوښتل چې په دعوتي برخه کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او خپلې کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ په اساس تر سره کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تریت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ به دوام ولري.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS