د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سمنګان ولایت کې د محتسبینو لپاره څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په سمنګان ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پای ته ورسېدل.
دا څلور ورځني روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.
دغه راز د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له محتسبینو وغوښتل چې په دعوتي برخه کې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او خپلې کړنې د وزارت له لوري د ټاکل شوې پالیسۍ په اساس تر سره کړي.
د یادولو وړ ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تریت ریاست مسؤلینو له لوري د هېواد په ټولو ولایتونو کې د محتسبینو د ظرفیت لوړونې او هغوی ته د نوي قانون د اورولو په موخه د اصلاحي او روزنیزو سمینارونو لړۍ به دوام ولري.