غزني ولایت کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه

fazli_admin
Tue, Jul 15 2025 1:45 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند مقر ولسوالۍ د محتسبینو له لوري یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه.

 په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف یاست مسؤلین وایي: یاده مظلومه مېرمن، چې د مقر ولسوالۍ د نوراخېلو د کلي اوسېدونکې وه، چې د خپل خاوند له لوري له سختو فزیکي او روحي زورونو سره مخ وه او غوښتل یې چې ځان وژنه وکړي د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

محتسبین زیاتوي: د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري د نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې سل ګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS