غزني ولایت کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۳:۴۵
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند مقر ولسوالۍ د محتسبینو له لوري یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه.

 په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف یاست مسؤلین وایي: یاده مظلومه مېرمن، چې د مقر ولسوالۍ د نوراخېلو د کلي اوسېدونکې وه، چې د خپل خاوند له لوري له سختو فزیکي او روحي زورونو سره مخ وه او غوښتل یې چې ځان وژنه وکړي د محتسبینو له لوري وژغورل شوه.

محتسبین زیاتوي: د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري د نفقې نه ورکړه او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې سل ګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۶:۲۶
Background image

غزني ولايت کې یوه مېرمن له ۱۵ کلنو وروسته له کورني تاوتریخوالي وژغورل شوه

د غزني ولایت محتسبینو د دې ولایت د زنخان ولسوالۍ سنګ آب کلي کې یوه کونډه مېرمن، چې له تېرو پنځلسو کلنو راهیسې د لېوره له لوري له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، وهلو او زور زیاتي سره مخ وه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۲
Background image

په بغلان کې د درې کلنۍ په عمر په بدو کې ورکړل شوې نجلۍ د محتسبینو له لوري وژغورل شوه

د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په پل حصار ولسوالۍ کې یوه مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۳:۴۵
Background image

غزني ولایت کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه

د غزني ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست اړوند مقر ولسوالۍ د محتسبینو له لوري یوه مېرمن له ځان وژنې څخه وژغورل شوه.

 په دې تړاو د یاد ولایت د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS